د افغان کډوالو ایستلو ضرب‌الاجل پای‌ته دوه ورځې؛ د پاکستان نفرت به تر کومه دوام ولري؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو ضرب‌الاجل ته دوې ورځې پاتې دي.

د دې ضرب‌الاجل پایته رسېدو په درشل کې، پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه ناسته کې ویلي، چې دغه هېواد کې د کارت لرونکو افغان کډوالو ایستلو ته چمتووالی بشپړ شوی او دا بهیر به له فدرالي او ایالتي ادارو سره په همغږۍ ترسره شي.

ښاغلي نقوي زیاته کړې، چې د افغان کډوالو د خبراوي او د هغوی ایستلو په پار یې کور په کور پلټنه پیل کړې ده.

پاکستان کې د افغان کډوالو ایستلو په تړاو اندېښنې داسې مهال زیاتې شوې، چې دغه هېواد کې د افغانانو د نیولو او ایستلو لړۍ دوام لري.

تر دې وړاندې پاکستانۍ (ډان) ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په راولپنډۍ کې د «اې سي سي» کارت لرونکي ۹۲۳ افغان کډوال نیولي، چې له دې ډلې یې ۲۱۳ تنه افغانستان ته ستانه کړي دي.

اسلام آباد کې د افغان کډوالو شورا رییس میوند علمي له رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې دا کسان پاکستان کې د ناقانونه کډوالو د نیولو عملیاتو په جریان کې نیول شوي دي.

په ورته وخت کې پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال آفاق خبري آژانس ته وایي، چې دا مهال په سختو شرایطو کې قرار لري او ان تر دې چې په رواني ناروغیو اخته شوي دي.

اوس پوښتنه دا ده، چې پاکستان د یوه مسلمان ګاونډي په توګه، ولې له افغان کډوالو سره دا ډول چلند کوي؟

د دې پوښتنې ځواب دا دی، چې پاکستاني چارواکي په دې باور دي، چې دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال په ترهګریزو بریدونو کې لاس لري، په داسې حال کې چې د دې ادعا د اثبات لپاره هېڅ راز سند او شواهد نه لري.

د کډوالو چارو کارپوهان په دې باور دي، چې پاکستان کې مېشت افغان کډوال د ناامنۍ په لټه کې نه دي او د پاکستاني چارواکو ادعاوې بې بنسټه دي.

یو شمېر کارپوهان ټینګار کوي، چې د افغانانو پر وړاندې د پاکستان نفرت، نه یوازې دا چې د کډوالۍ بحران په حل کې مرسته نشي کولی، بلکې دا ستونزه لا ژوروي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد