آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د ایران د بهرنیو چارو وزیر سلاکار محمد رضا بهرامي او کابل کې د دغه هېواد سفیر عليرضا بیګدلي سره لیدنه کې، ایران کې د افغان کډوالو وضعیت او د هغوی د راستنېدو لپاره د اسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر د ایران او افغانستان اړیکې دوستانه بللې او له ایراني لوري غوښتي، چې له افغان کډوالو سره په چلند کې له نرمۍ او زغم کار واخلي، څو هغوی د یوه میکانېزم له مخې په داوطلبانه ډول هېواد ته راستانه شي. نوموړي د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا او پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د ایران د لوړپوړو چارواکو پرله پسې سفرونه دا ښيي چې ایران له افغانستان سره مثبتې او دوستانه اړیکې غواړي. هغه له افغان کډوالو سره د ایران د مرستو او کوربه توب ستاینه کړې و ویلي یې دي، چې ایران او پاکستان له څو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه پاتې شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د مولوي عبدالکبیر له خولې راغلي، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ۴۶ ښارګوټو د جوړولو طرحه چمتو کړې، چې د ځینو چارې یې په عملي توګه پیل شوې دي.
د کډوالو چارو وزارت خبرپاڼه کاږي، چې په دې ناسته کې ښاغلي عبدالکبیر ایراني لوري ته وړاندیز کړی، چې د کډوالو چارو وزارت او د ایران اړوند چارواکي باید ګډې ناستې ولري، څو د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لپاره تفاهم ته ورسېږي. هغه وویل، اسلامي امارت د هغو افغان کډوالو لپاره چې په ایران کې د اقامې قانوني موده یې پای ته رسېدلې، د قانوني اسنادو د برابرولو لپاره یو میکانیزم چمتو کوي، تر څو هغوی ته د پاتې کېدو قانوني زمینه برابره شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سلاکار په دې لیدنه کې ویلي، چې دا مهال دغه هېواد کې اته میلیونه افغان کډوال مېشت دي، چې له دې ډلې یې څلور میلیونه قانوني اسناد نه لري. محمد رضا بهرامي د کډوالو چارو وزارت سرپرست ته د تهران د سفر بلنه ورکړې او ټینګار یې کړی، چې د کډوالو د بېرته راستنېدو د څرنګوالي په اړه یوه ګډ تفاهم ته د رسېدو لپاره خپله طرحه له وړاندې ایراني لوري سره شریکه کړي.