د امریکا متحده ایالتونو په جبري توګه له ټایلنډ چین ته د ایغور مسلمانانو د ایستلو په غبرګون کې، د دغه هېواد پر دولتي چارواکو د وېزې محدودیت ولګاوه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ټایلنډي چارواکو پر دې کړنه سخته نيوکه کړې او ویلي یې دي، چې په جبري توګه چین ته د ایغور مسلمانانو ورګرځول به، هغوی د ربړونې او ورکېدو له ګواښ سره مخامخ کړي
ښاغلي روبیو پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «چین پر نورو هېوادونو فشار راوړي، څو ایغور مسلمانان او نور اقلیتونه دغه هېواد ته ور وګرځوي او دا اقلیتونه هلته له ربړونې او د بشر حقونو له نقض سره مخامخ کېږي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې هېواد یې د ټایلنډي چارواکو د دې کړنې په غبرګون کې د وېزې محدودیتونو په برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي دي.
دا ګام وروسته له هغې اوچتېږي، چې ټایلنډ په دې وروستیو کې ۴۰ ایغور مسلمانان په جبري توګه چین ته ورګرځولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز خبرداری ورکړی، هغه کسان چې په دې جنایت کې شامل دي، باید ځواب ورکړي.
ایغور مسلمانان تر ډېره د چین په سنکیانک ایالت کې ژوند کوي، چې له کلونو راهیسې د چین دولت تر سختو فشارونو لاندې دي او د چین حکومت دا کړنې، په ځلونو د نړۍوالو سازمانو او بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول مسلمانو هېوادونو له لوري غندل شوې دي.