د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون ناسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ ترسره شوه. ښاغلی حنفي چې ددغه کمیسیون به رأس کې قرار لري، په دې ناسته کې یې له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې په بېړني ډول د افغان کډوالو له ایستلو ډډه وکړي.
په دې ناست کې، چې د کمیسیون پر غړو سربېره، د ټولو کمېټو مسوولینو حضور درلود، ټینګار شوی چې افغان کډوال باید د یوه منظم میکانیزم له لارې هېواد ته راستانه شي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون له نړۍوالو همکارو بنسټونو، په ځانګړي ډول اسلامي همکاریو، ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې غوښتي، چې د افغان کډوالو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د کوربه هېوادونو د ناسمو تصامیمو پر وړاندې د هغوی له حقونو ساتنه او همداراز د یوه منظم بهیر له مخې، هېواد ته د افغان کډوالو ستنېدو په برخه کې همکاري وکړي.
په دې غونډه کې اړوندو کمېټو ته دنده سپارل شوې، چې خپل چارې چټکې او په کور د ننه راستنېدونکو کډوالو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
د دې غونډې په پای کې ټینګار شوی، چې د افغانستان اسلامي امارت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو په برخه کې جدي اقدامات کړي او په راتلونکې کې به هم هغه امکانات چې په واک کې لري د دوی په خدمت کې مصرف او بشپړه هڅه به وکړي، چې ټول افغانان په خپل کور کې هوسا ژوند ولري.