آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند آفاق خبري آژانس ته وایي، چې په تیرو ۱۸ ورځو کې له پاکستان، ایران او ترکیې څه باندې ۲۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. عبدالمطلب حقاني زیاتوي: «د روانې میاشتې په ۱۸ ورځو کې ۳۹ زره او ۳۸۸ کورنۍ له پاکستان، ایران او ترکیې هېواد ته راستنې شوې، چې د افرادو شمېر یې ۲ سوه زره او ۶۵۰ تنو ته رسېږي. له دې ډلې ۲۵ زره او ۱۷۳ کورنۍ له پاکستان، ۱۴ زره او ۲۰۰ کورنۍ له ایران راستنې شوې دي.»
له دې لړۍ سره هم مهاله، په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال له محدودیتونو او خپل ژوند له ناسم وضعیت څخه شکایت کوي. دوی وايي، چې امنیتي فشارونو، خپلسرو نیونو او د بې باورۍ او ویرې فضا، حتی په ښارونو کې د ورځې ګرځیدل هم ورته سخت کړي دي.
پاکستان کې افغان کډوال عتیق الله منصور هلته د کډوالو وضعیت په اړه وایي: «تر اوسه سلګونه زره افغان کډوالو د پاکستان په پنجاب ایالت هېواد ته ستانه شوي، خو یو محدود شمېر یې چې هلته د خپلو معاملاتو په خاطر پاتې دي، نشي کولی په آزادانه توګه تګ راتګ وکړي او د پولیسو له لوري په بېلابېلو سیمو کې زورول کېږي.»
په ورته مهال د کډوالو د حقونو ځینې فعالان په کوربه هېوادونو کې له افغان کډوالو په جدي ملاتړ سره د هغوی د اساسي حقونو د تامینیدو لپاره د اسلامی امارت او کډوالو د ملاتړو بنسټونو تر منځ د رغنده تعامل او دیپلوماتیکي هڅو غوښتنه کوي.
د کډوالو د حقونو فعال ګلاخان بهادري بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «افغان مسوولین دې د پاکستان او نورو هېوادونو مسوولینو سره، چیرې چې افغان کډوال مېشت دي، هلته د کډوالو ستونزې له ډیپلوماټیکو چینلونو حل کړي او همداراز په دې برخه کې له نړۍوالو بنسټونو تمه کېږي، چې راستنېدونکو سره اړینې مرستې وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې وروستیو میاشتو کې له کوربه هېوادونو د افغان کډوالو د راستنېدو پراخې څپې د ژوند، خدماتو او استوګنې په برخو کې اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو ته نوې ستونزې رامنځته کړې دي.