آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي، چې د روان کال د چنګاښ له لومړۍ د زمري تر ۱۰مې شاوخوا یو میلیون او ۴۲ زره او ۲۷۰ تنه هېواد ته را ګرځېدلي، چې ډېری یې له پاکستان او ایرانه راستانه را ایستل شوي دي.
عبدالمطلب حقاني د راستنېدونکو کډوالو د شمېر په اړه زیاتوي: «د کډوالو چارو ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د چنګاښ میاشت له لومړۍ د زمري تر لسمې شاوخوا یو میلیون او ۴۲ زره او ۲۷۰ تنه له ایران، پاکستان او ترکیې هېواد ته راستانه شوي، چې له دې ډلې ۱۹۱ زره او ۹۹۱ یې په انفرادي او ۸۲۳ زره او ۲۳۲ نور یې د کورنۍ په شکل راستانه شوي دي.»
له دې سره هممهاله د کډوالۍ نړۍوال سازمان(IOM) رییس د هرات له والي سره لیدنه کې راستنېدونکو ته د اسانتیاوو برابرولو او د اقلیمي بدلونونو له امله د زیانمونو شویو پر ملاتړ ټینګار کړی دی. هغه په هېواد کې د امنیت ټینګښت او اسلامي امارت له لوري د پراختیایي پروژو پلي کېدو ته په اشارې سره ویلي، چې دا سازمان د افغانستان ملي ارزښتونو په رڼا کې رغنده همکاریو ته ژمن دی. د هرات والي هم په دې لیدنه کې د ملاتړ زیاتوالي او نړۍ ته د افغانستان رښتینې انځور پر وړاندې کولو ټینګار کړی دی.
د کډوالو حقونو فعال جمعهخان پویا افغانستان ته د کډوالۍ نړۍوال سازمان رییس د سفر په اړه زیاتوي: «زرګونه افغان کډوال، په ځانګړي ډول له ایران او پاکستانه په بېمخینې توګه را ایستل کېږي او د راستېندو پر مهال له بېلابېلو، په ځانګړي ډول اقتصادي او روغتیایي ستونزو سره مخامخ دي. افغانستان ته د کډوالۍ نړۍوال سازمان د رییس سفر کولی شي دې ستونزو ته د رسېدو په برخه کې اغېزمن ګام وي؛ ځکه دا په نړۍواله کچه د کډوالو ستونزو ته رسېدو په برخه کې یو مهم او لوی سازمان دی.»
د کډوالو حقونو بل فعال گلا خان بهادري بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د اوسني حکومت مسوولین او نړۍوال بنسټونه، په ځانګړي ډول د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري باید د کډوالو وضعیت او ستونزو ته پام وکړي. له کډوالو سره نه باید تاوتریخوالی وشي، بلکې د هغوی انساني کرامت او بشري حقونه په پام کې ونیول شي او د هغوی د ستونزو هواري لپاره عملي او انساني تګلارې غوره شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، چې هره ورځ زرګونه تنه د ایران له پولې تېرېږي. د دې سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، چې د را ایستل شویو له هرو لسو کسانو، یوازې یو تن یې مرسته ترلاسه کوي.