آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، چې د زمري میاشتې له پیل تر ۱۸مې نېټې پورې څه باندې ۲۴ زره او ۷۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. ښاغلی حقاني آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي، چې په دې موده کې ۱۹۶ زره او ۵۳ تنه هېواد ته راستانه شوي، چې له دې ډلې څه باندې ۲ زره او ۸۰۰ کورنۍ له پاکستان او ۲۱ زره او ۹۳۵ نورې له ایرانه راستنې شوې دي.
عبدالمطلب حقاني زیاتوي: «د روان کال د زمري میاشتې له لومړۍ تر ۱۸مې نېټې څه باندې ۲۴ زره او ۷۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې، چې د افراد شمېر یې ۹۶ زره او ۵۳ تنو ته رسېږي. له دې ډلې څه باندې ۲ ېره او ۸۰۰ کورنس له پاکستان او ۲۱ زره او ۹۳۵ نورې له ایرانه را ګرځېدلې دي.»
له دې سره هممهاله پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وایي، سره له دې چې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو ضربالاجل ته وخت پاتې دی؛ خو پر دې سربېره هم، بلوچستان او پنجاب ایالتونو کې د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو نیول په شدت سره دوام لري. دغه کډوال د پاکستان له حکومته غواړي، چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.
پاکستان کې مېشت افغان کډوال ملک مجاهد خان شینواری په دې اړه آفاق سره خبرو کې وایي: «سره له دې چې د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته وخت ورکړی دی، خو په خیبرپښتونخوا او نورو ښارونو کې د افغانانو نیونې دوام لري. ان تر دې چې ښځې هم نیسې او بندخونو ته یې لېږدوي.»
په همدې حال، د کډوالو حقونو یو شمېر فعالان وایي، چې مرستندویه سازمانونه او اسلامي امارت باید راستنېدونکو ته د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې جدي پام وکړي.
د کډوالو حقونو فعال محمد خان طالبي محمدزی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «حکومت کولی شي چې د نړۍوالو سازمانونو په همکارۍ، د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو زمینه برابره کړي؛ څو له دې لارې هغه کډوال چې تر دې وړاندې یې په ګاونډیو هېوادونو کې اقتصادي فعالیتونه درلودل، وکولی شي خپلې تجربې په کور د ننه په کار واچوي او کومې تجربې چې له هېواده د باندې ترلاسه شوې دي، کولی شي د هېواد په اقتصادي وده کې هم رول ولري.»
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت په رسمي توګه هلته مېشتو «پياوآر» کارت لرونکو ته د اګسټ ۳۱مه وروستی ضربالاجل ټاکلی او هغوی یې غوښتي، چې افغانستان ته ستانه شي. د پاکستان حکومت د دې پرېکړې له مخې به، ۱.۴ میلیونه افغان کډوال افغانستان ته را وایستل شي.