د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د پاکستان سفارت له سرپرست عبیدالرحمان نظاماني سره لیدنه کې پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې کړې دي
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وایي، چې په دې لیدنه کې ښاغلي متقي په جبري توګه له پاکستانه د افغان کډوالو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې له کډوالو سره دا ډول چلند پاروونکی او د دواړو هېوادونو د اړیکو په زیان دی
ضیاء احمد تکل د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال آفاق خبری آژانس ته وايي ” د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د افغان کډوالو د جبري شړلو او د ځینو پاکستاني ادارو له خوا د نامناسب چلند په اړه اندیښنه څرګنده کړه او دا نامناسب چلند یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د زیانمنولو لپاره ګام وباله”
بلخوا له پاکستانه یو شمېر را ایستل شوي افغان کډوال وایي، چې ټول شته یې پاکستان کې پرېښي او دا مهال هېڅ سرپناه او کاروبار نه لري.
دوی له اسلامي امارته د سرپناه او کاري فرصتونو برابرېدو غوښتنه کړي.
عبدالستار له پاکستانه را ایستل شوی کډوال آفاق ته په خپلو خبرو کې وايي ” زه دلته نه کور او نه هم کارو بار نلرم له اسلامي امارت څخه بل څه نه غواړم چې موږ ته پناه راکړي او زموږ لپاره دندې رامینځته کړي”
په ورته وخت کې، ځینو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د افغان کډوالو ایستلو بهیر له پیله تر دې دمه، څه د پاسه ۹۴۸ زره تنه افغانستان ته ستانه شوي دي
د پاکستاني رسنیو په راپور کې راغلي، چې ډېری افغان کډوال د پاکستان له اسلام آباد، راولپنډۍ او پنجاب څخه افغانستان ته ایستل شوي دي
طاهر خان پاکستانی خبریال آفاق خبری آژانس ته داسې وايي” له ۹ لکه څخه ډیر کډوال تللي دي، په شمول د هغو کسانو چې پاکستان وايي اسناد لري، او د دوی د ایستلو پروسه د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې پیل شوه”
د کډوالو حقونو فعالان بیا له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو مخنیوي په پار جدي ګامونه اوچت کړي
محمد خان طالبي محمدزی
د کډوالو حقونو فعال بیا داسې لید لوری لري” ملګري ملتونه د دې پرځای چې په دې هیواد کې د افغان کډوالو پر وړاندې تش شعارونه ورکړي، باید وکولی شي د پاکستان له اوسني حکومت سره خبرې وکړي او د ایستلو دا لړۍ بل وخت ته ودروي”
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، پرون یکشنبه، (وري ۲۴مه) د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ۹۱ افغان کډوال آزاد او د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.