په جبري توګه د افغان کډوالو ایستلو بحران؛ د کابل- اسلام‌آباد ډیپلوماټیکو ترینګلتیاوو تر سیوري لاندې د راستنېدونکو کورنیو اندېښنې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: دا کابل کې له پاکستانه د را ایستل شویو افغان کډوالو پنډغالی دی.

هره ورځ سلګونه کورنۍ چې له پاکستانه په ناڅاپي ډول را ایستل کېږي، له اوږده او ستونزمن سفر وروسته دلته په دې لنډمهالي پنډغالي کې دېره کېږي. دوی د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي او له سرپرست حکومته غواړي، چې ولادونو ته یې د ښوونې او روزنې زمینه برابره کړي.

تازه ګل چې له پاکستانه را ایستل شوي او اوس مهال دلته په دې پنډغالي کې ژوند کوي، له آفاق خبري آژانس سره یې خبرو کې وویل: «موږ له اسلامي امارته غواړو، چې زموږ لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي، څو زموږ اولادونه وکولی شي ښوونځي ته لار شي او په سمه توګه درس ووایي.»

په همدې حال، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د بې‌اسناده او ناقانونه افغان کډوالو لپاره یې، هېڅ ډول تمدید په پام کې نه دی نیول شوی. طلال چودري ټینګار کړی، چې حکومت به یې دا بهیر په جدي توګه پرمخ یوسي.

د دغه پاکستاني چارواکي په خبره، د روان زېږدیز کال د اپرېل میاشتې له لومړۍ نېټې تر دې دمه، ۸۴ زره او ۸۶۹ افغانان له پاکستانه ایستل شوي، چې له دې ډلې یې ۲۵ زره او ۳۲۰ تنه د اې‌سي‌سي کارت لرونکي او پاتې نور یې بې‌اسنادو دي.

طلال چودري د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې:«یو ځل بیا ټینګار کوم، چې د هېچا د پاتې کېدو موده به ونه غځول شي؛ نه د غځېدو موده شته او نه دې هم څوک په دې اړه فکر کوي. د پاکستان حکومت تازه پرېکړه کړې او ټولو ایالتونو ته ابلاغ شوې ده. که سر له نن څوک ناقانونه او بې اسنادو کسانو ته کور، هټۍ او یا ځای په کرایه ورکړي، هغه به هم مسوول وي.»

له دې سره هم‌مهاله، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ژغورنې صندوق په یوه تازه راپور کې ویلي، چې روان کال اپرېل میاشتې په لومړیو ۱۶ ورځو کې شاوخوا ۵۰ زره ماشومان له پاکستانه افغانستان ته راستانه را ایستل شوي دي. دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې ماشومان د دې بهیر په لړ کې له سختو ننګونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ژغورنې صندوق راپور یوه برخه کې راغلي: «د اپرېل میاشتې په لومړیو ۱۶ ورځو کې، شاوخوا ۵۰ زره ماشومان له پاکستانه افغانستان ته را ایستل شوي دي. دا ماشومان د راستنېدونکو څپې یوه برخه ده، چې وروستیو کې یې شمېر ۸۴ زره کسانو ته رسېدلی دی. د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر میاشتې له لومړۍ تر ننه، شاوخوا ۹۴۰ زره کسان له پاکستانه افغانستان ته را ستانه شوي، چې نږدې ۵۴۵ زره یې ماشومان دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان ته د افغان پلاوی د سفر پر مهال، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي وو. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، دواړو خواوو په جبري توګه د افغان کډوالو ایستلو لړۍ درېدو، د کډوالو د عزت په پام کې نیولو او همداراز د دې ستونزې د هواري په پار د یوې ګډې کمېټې جوړولو پر سر خبرې کړې وې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد