آفاق خبري آژانس؛ کابل: له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو بهیر په لړ کې، یو شمېر کډوال وایي، چې ورځنی ژوند یې په خورا سختۍ تېرېږي او هره شېبه د نیولو له ګواښ سره مخامخ وي. د دوی په خبره، ډېری کمپونه تړل شوي او لومړنۍ اسانتیاوې لکه برېښنا او اوبه پرې بند شوي دي. د کډوالو په وینا، د ژمي سخته یخنۍ یې د ماشومانو او کورنیو ژوند ګواښي او هېواد ته د بېرته ستنېدو لار هم له خطرونو ډکه ده.
پاکستان کې افغان کډوال ملک مجاهدخان شینواری په دې اړه زیاتوي: «د خیبر پښتونخوا پولیسو پراخې نیونې پیل کړې دي او زموږ د ایستلو بهیر لا هم روان دی. همدارنګه، په کمپونو کې اساسي اسانتیاوې لکه د اوبو او برېښنا سیستمونه له منځه تللي یا یې ټول کړي دي. د یونیسف په څېر د ځینو بنسټونو پروګرامونه او مرستې هم له ستونزو سره مخ شوې دي.»
پاکستان کې بل افغان کډوال الله میر میاخیل بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «په پاکستان کې سیمهییز چارواکي له افغان کډوالو سره داسې چلند کوي چې ان له نړیوالو مجرمانو سره هم داسې نه کېږي. ښوونځي او مکتبونه تړل شوي، برېښنا پرې شوې او آن د څښاک د پاکو اوبو وسایل هم ترې اخیستل شوي دي.»
په ورته وخت کې د پاکستان په کراچۍ کې افغان سرقونسل عبدالجبار تخاری، وایي چې د پاکستان له ټولو ایالتونو د افغان کډوالو د ایستلو بهیر لا هم دوام لري. د هغه په وینا، که څه هم د دې بهیر شدت د پخوا په پرتله کم شوی، خو هغه کسان چې په کمپونو کې اوسېدل، له کمپونو ایستل شوي او ځینې کمپونه هم ویجاړ شوي دي.
د پاکستان کراچۍ کې د اسلامي امارت سرقونسل عبدالجبار تخاري زیاتوي: «د پاکستان له ټولو ایالتونو د کډوالو د ایستلو بهیر روان دی. که څه هم شدت یې د پخوا په پرتله کم شوی، خو هغه کسان چې په کمپونو کې اوسېدل، له هغه ځایه ایستل شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي او ځینې کمپونه هم ویجار شوي دي.»
اسلامي امارت هم پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو ته په اشارې وایي، چې هلته د هرې ورځې په تېرېدو سره د افغان کډوالو ځورونه زیاتېږي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فېطرت له ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو بنسټونو غوښتي، څو د افغان کدوالو وضعیت ته رسېدنه وکړي او د پاکستان پر حکومت یې هم غږ کړی، چې د نړۍوالو اصولو په رڼا کې د کډوالو د حقونو درناوی وکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې اړه بیا وایي: «له بده مرغه په پاکستان کې د کډوالو ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي او د هغوی نیونې، ځورونې او ناوړه چلندونه ډېر شوي دي. موږ له ملګرو ملتونو او نورو بنسټونو غواړو چې د کډوالو ستونزو ته پاملرنه وکړي او په هغو هېوادونو کې چې د هغوی حقونه تر پښو لاندې کېږي، لازم اقدامات وکړي. همدارنګه باید د هغو کسانو د لېږد موضوع ته پاملرنه وشي چې همکارۍ ته اړتیا لري او د پاکستان حکومت باید د کډوالو حقونو او په دې برخه کې نړیوالو اصولو ته درناوی وکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی و، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو بهیر چټک شوی دی. د دغو سازمانونو په وینا، یوازې د جنورۍ په میاشت کې څه باندې ۱۳۰ زره افغان کډوال نیول شوي، چې د پخوا په پرتله ۱۸ سلنه زیاتوالي ښیي.
