آفاق خبري آژانس؛ کابل: پاکستان کې یو شمېر افغانان چې امریکا ته د تګ په تمه دي، وایي چې دا مهال دغه هېواد کې له بوږنوونکي وضعیت سره مخ دي. دوی زیاتوي، چې د ملاتړ نشتوالي له امله د ژوند له سختو ننګونو سره مخامخ دي او د امریکا له حکومته غواړي، چې ژر تر ژره یې د تخلیې بهیر پیل او دې وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.
پاکستان کې افغان کډوال احمد ضیا منصور آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «زموږ اندېښنه دا ده، هغه افغان کډوال چې په نړۍوالو بنسټونو کې د پناهغوښتنې دوسیې لري، له سختو ننګونو سره مخامخ دي، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په چټکی سره دوام لري او له همدې امله زه د امریکا له حکومته غواړم، څو هغه کډوال چې قانوني کیسونه لري، په ټاکلي وخت یې قضیو ته رسېدنه وکړي.»
له دې سره هممهاله، ځینو امریکایي رسنیو د ډونالډ ټرمپ په حواله راپور ورکړی، چې امریکا ته د افغان متحدینود لېږد او بیا مېشتېدو بودجه کمه شوې ده؛ هغه ګام چې د امریکایي ځواکونو د زرګونه پخوانیو افغان همکارانو برخلیک یې له ابهام سره مخ کړی دی.
د «جيکي» ټلویزیون د راپور پر بنسټ، دا پروګرامونه چې د (تلپاتې آزادۍ عملیات) او (لنډمهاله ملاتړ وضعیت) پکې شاملېږي، تمه ده د روان کال د سپټمبر میاشتې تر وروستۍ بند شي. د راپور پر بنسټ، دا پروګرامونه د هغو افغانانو د خوندیتوب لپاره طرحه شوي وو، چې د تېرو شلو کلونو پر مهال یې د امریکایي ځواکونو په څنګ کې کار کړی و.
د کډوالو حقونو فعال محمد خان طالبي محمدزی په دې اړه وایي: «هغه افغان کډوال چې د امریکایي ځواکونو د حضور پر مهال یې هغوی سره همکاري کړې، د امریکا له وتلو وروسته، هغه وتل چې ماتې هم ورته ویلی شو، ډېری افغانان له هېواده وتلو ته اړ شول. د افغان کډوالو او امریکا دولت ترمنځ د همکارۍ هوکړې وې، چې له مخې یې افغانان باید امریکا ته ولېږدول شي.»
په همدې حال، د کډوالو حقونو یو شمېر فعالان امریکا ته د افغان کډوالو لېږد او د لېږد په بهیر کې د اسانتیاوو برابرولو په اړه داسې لیدلوری لري. د کډوالو حقونو فعال گلا خان بهادري بیا په دې اړه آفاق سره خبرو کې داسې لیدلوری لري: «متحده ایالت هغو افغانانو سره، چې وروستیو کلونو کې یې د دوی په پروژو او بنسټونو کې کار کړی و، د همکارۍ ژمنه کړې وه، خو له بده مرغه دا کسان اوس د پاکستان په کمپونو کې ژوند کوي او امریکا ته د تګ په تمه دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې وه، هغه افغانان چې د امریکا له وتلو وروسته په درېیمو هېوادونو، په ځانګړي ډول متحده عربي اماراتو کې بند پاتې دي، متحده ایالتونو ته به یې د لېږد زمینه برابره کړي.