پاکستان؛ مکار ملګری که ښکاره دښمن؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: پاکستان چې له تېرو شاوخوا پنځو لسیزو راهیسې د افغانستان پر وړاندې وخت ناوخته خپله بهرنۍ پالیسې بدله کړې، کله په ښکاره د دوست او ښه ګاونډي په توګه او کله بیا د پټ دښمن په جامه کې را څرګند شوی دی. پاکستان د تاریخ په اوږدو کې تل هڅه کړې، چې افغانستان کې یو کمزوری او داسې نظام واکمن وي، چې وکولی شي د دوی ګټې خوندي کړي او د دې کار لپاره یې له هرې لارې چارې ګټه پورته کړې او ان تر دې چې د خپلو موخو ترلاسه کولو په پار یې، ټول انساني، اسلامي، نړۍوال او تر ټولو مهمه دا چې د ګاونډیتوت اصول تر پښو لاندې کړي دي.

د همدې موخې د تحقق لپاره یې، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، پاکستان هڅه وکړه چې د افغانستان بهرنۍ پالیسې لومړی د دوی د ایډیولوژۍ له چینلونو تېره او بیا پلې شي، خو اسلامي امارت له پوره ځیرکتیا کار واخیست او پاکستان ته یې د تېرو شاوخوا څلورو کلونو په موده کې حتا دا فرصت هم ورنه کړ، چې د افغانستان په استازیتوب په نړۍوالو غونډو کې اظهار د نظر وکړي او کله به چې پاکستان دا جرأت هم وکړ، نو کابل به سخت غبرګون څرګنداوه.

دا چې پاکستان ونه توانېد، اسلامي امارت د خپلو موخو تابع او یا هغه څه ترلاسه کړي، چې دوی یې له کلونو راهیسې انتظار کاوه، نو د افغانستان پر وړاندې یې چلند بدل او ان تر دې چې د خپلو امنیتي ادارو ناکامي، چې د خپل هېواد د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي وو، پر اسلامي امارت ور واچوله او پاکستان کې مېشت افغان کډوال یې په دې تورن کړل، چې ګواکې دوی په امنیتي پېښو ک لاس لري، په داسې حال کې چې پاکستان کې مېشت ډېری افغان کډوال له کلونو راهیسې خپله غریبي او شخصي کاروبار کوي او زیاتره یې د دوی له اړوند ادارو سره ثبت دي.

پاکستان د دې لپاره چې پر افغان لوري فشار زیات کړي، د ۲۰۲۳ کال وروستیو میاشتو کې یې د افغان کډوالو ایستلو لړۍ پیل کړه، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، تر دې دمه نږدې یو میلیون افغان کډوال په جبري توګه د پاکستان له لوري افغانستان ته را ایستل شوي دي. د افغان کډوالو لومړي پړاو تر بشپړېدو وروسته، پاکستان د روان کال له کوچني اختر وروسته، یو ځل بیا د افغان کډوالو جبري ایستلو او د هغوی زنداني لړۍ پیل کړه، چې کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ویاند عبدالمطلب په وینا، د اپرېل میاشتې له پیل تر دې دمه نږدې دوه زره افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، آزاد او د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند له آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: « د دې میاشتې په اوږدو کې یو زره او ۹۱۵ زندانیان د پاکستان له زندانونو آزاد او د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته را ګرځېدلي دي.»

پاکستان کې مېشت افغان کډوالو تل ټینګار کړی، چې دوی خپل کاروبار لري او د پاکستان په امنیتي پېښو کې، لکه څنګه چې اسلامي امارت رد کړې، هېڅ راز لاس نه لري. سره له دې، وروسته له هغه چې پاکستان د افغان کډوالو ایتسلو لړۍ پیل کړه، دغه هېواد کې پر ناقانونه کډوالو سربېره، قانوني او اسناد لرونکي کډوال هم باسي او ان تر دې چې د دوی ماشومان او ښځې زندانونو ته اچوي. پاکستان کې مېشت افغان کډوال نظر محمد له آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وویل، چې د قانوني اسنادو لرلو سربېره، لومړی پاکستاني پولیسو ترې پیسې واخیستې او بیا یې له خپله کوره وایست: هغه په دې اړه زیاته کړه: «پنجاب کې پاکستاني پولیس له افغان کډوالو سره ناسم چلند کوي، زموږ د کورونو وسایل رانه اخلي او راته وایي چې بېرته یې درکوو، خو بېرته یې نه راکوي او خپل ځان سره یې وړي، هره ورځ راځي او زموږ کورونه تلاشي کوي.»

نه یوازې نظر محمد، بلکې له پاکستانه را ایستل شوي افغان کډوال هم د دغه هېواد د پولیسو له ناسم چلند شکایت کوي. اسلام ګل چې تازه له پاکستانه هېواد ته راستون شوی، آفاق خبري آژانس سره د پاکستاني پولیسو د چلند په اړه داسې وایي: «موږ له اسلامي امارته غوناړو، چې له موږ سره همکاري وکړي. موږ نه ځمکه لرو، نه پیسې. دلته هېڅ نه لرو او پاکستاني لوري زموږ ټول شته رانه اخیستي او موږ ته باید سرپناه راکړل شي.»

د کډوالو د حقونو فعالان هم پاکستان کې له مېشتو افغانانو سره چلند، سیاسي بولي او له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې په دې سختو شرایطو کې له افغان کډوالو سره ودرېږي او هغوی ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي. د کډوالو حقونو فعال علي‌رضا کریمي آفاق سره خبرو کې وایي: «په دې شرایطو کې باید نړۍوال بنسټونه د افغان کډوالو ملاتړ په پار عملي او اغېزناک ګامونه اوچت کړي. هغوی ته سرپناوې جوړې او پر ټولنیزو خدمتونو سربېره، د هغوی حقوقي او رواني ملاتړ وکړي.»

له دې ورها خوا، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د تل په څېر یو ځل بیا د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان پر ناسم چلند سخته نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې دا ډول تریخجن چلند به د دواړو هېوادونو اړیکې لا ترینګلې کړي. ښاغلي کبیر د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ سره په یوه ګډه ناسته کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت به په ټول توان د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

دا چې وروستیو کې یو ځل بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ په لویه کچه راشه درشه هم پیل شوې، خو پورتنیو مواردو ته په کتو، له دې ښکاري، چې پاکستان هڅه کوي، د دوست په جامه کې را څرګند او د دښمن په څېر چلند وکړي. دوی هڅې کوي د خپل بام واورې د افغانستان پر بام ور واچوي او له اوسني وضعیت چې اسلامي امارت سره د نړۍوالې ټولنې راشه درشه څه ناڅه سړه ده، په استفادې، غواړي یو ځل بیا نړۍوالو ته دا ذهنیت ورکړي، چې افغانستان کې ترهګر روزل کېږي او د دوی پر وړاندې بریدونه کوي، په داسې حال کې چې دا برعکس ده او ښه بېلګه یې هم په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په ایبټ آباد کې د القاعده شبکې د پخواني مشر وژل کېدل دي. پاکستان باید په دې پوه شي، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز فشار مثبته پایله نشي ورکولی او د دې پر ځای چې خپله بریا د بل په ناکامۍ کې ولټوي، ښه به وي چې له افغانستان سره د متقابل درناوي پر بنسټ چلند او مخته لاړ شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد