آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په وروستۍ یوه میاشت کې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو څه باندې ۱۳۹ کسان هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني آفاق خبری آژانس ته وايي، چې په دې موده کې ژ دي. د هغه په وینا راستنو شویو سره د نورو مرستو ترڅنګ، څه باندې ۳۰۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
عبدالمطلب حقاني آفاق سره خبرو کې زیاتوي: «په تېره میاشت کې، له پاکستان، ایران او ترکيې ۲۷ زره او ۳۱۸ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې چې د افرادو شمېر یې ۱۳۹ زره او ۱۰۲ کسانو ته رسيږي. له دې ډلې، ۲۳ زره او۲۸۹ کورنۍ له پاکستانه، ۱۵ زره۴۵۹ او کورنۍ له ایران او ۱۳ کورنۍ له ترکيې ستنې شوې دي. همدارنګه، له دې هېوادونو ۶۰،۳۵۰ مجردان ایستل شوي او ۳۸۸ زندانیان د پاکستان له بندخونو آزاد شوي، چې د دې کسانو مجموعي شمېر ۲۰۷ زره ۸۴۰ کسانو ته رسيږي.»
په همدې حال، پاکستان کې ځينې افغان کډوال د اندېښنو په څرګندولو سره د پاکستاني پولیسو له لوري د نیول کیدو په اړه وايي، چې د ژمی په رارسېدو سره یې ستونزې ډيري شوې او افغانستان ته د بېرته ستنېدو توان او د ژوند لپاره سرپناوې نه لري.
پاکستان کې افغان کډوال ملک مجاهد خان شینواری په دې اړه آفاق خبري آژانس سره وایي: «د افغان کډوال نیول لا هم دوام لري او افغان کډوال مجبور دي چې بیرته ستانه شي. ټول کډوال له ستونزو سره مخ دي، په ځانګړي توګه د ژمي په رانږدې کېدو سره، ډیری ماشومان او مشران د تللو توان نلري. دې کډوالو لپاره د ژوند ځای نشته او اسلامي امارت ورته ځمکه نه ده برابره کړې. موږ له اسلامي امارت غواړو چې دې کډوالو ته ځمکه او سرپناوې برابرې کړي.»
ورته مهال د کډوالو برخې ځینې فعالان ټینګار کوي چې د کډوالو د بېرته را ایستلو بهیر باید د یوه پلان له مخې او د انساني اصولو په پام کې نیولو سره ترسره شي. دوی له نړیوالو بنسټونو غواړی، چې د کډوالو د بېرته ستنولو په مدیریت او له پاکستاني چارواکو سره په خبرو اترو کې اغیزمن رول ولوبوي.
د کډوالو حقونو فعال نظر نظري بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د کډوالو بېرته راستنول باید د دقیقې پلان جوړونې او اړینو شرایطو برابرولو سره ترسره شي، څو هم عملي او مؤثر وي او هم د انسانیت او نړیوالو حقونو اصولو سره سم وي. دغه کډوالو له شلو کلونو ډير په پاکستان کې ژوند کړی او هلته یې خپل کور او ژوند جوړ کړی دی. د کډوالۍ نړیوال سازمانونه او مسوول ارګانونه کولی شي په دې بهیر کې مهم رول ولوبوي او له پاکستانی چارواکو سره خبرې وکړي ترڅو د کډوالو د بېرته راستنولو بهیر په مناسبه توګه مدیریت شي او انساني ستونزې کمې شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د کابل او اسلام آباد تر منځ له وروستۍ نښتې وروسته، پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې او همداراز یې هلته د مېشتو افغانانو د کورونو د ویجاړولو لړۍ پیل کړې ده.
