آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې وروستیو دوو ورځو کې د تورخم او سپین بولدک له لارې څه د پاسه اته زره او ۲۷۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، چې په دې موده کې ۳۳۱ افغان بندیان هم د پاکستان له زندانونو آزاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
عبدالمطلب حقاني آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه زیاته کړه: «وروستو دوو ورځو کې اته زره او ۲۷۱ افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي او په همدې توګه ۳۳۱ بندیان هم د پاکستان له بندخونو آزاد او له همدې لارو هېواد ته را ګرځېدلي دي.»
په ورته وخت کې، پاکستان کې افغان کډوال د دغه هېواد د پولیسو له ناوړه چلند شکایت کوي. دوی وایي، چې د قانوني اسنادو په لرلو سربېره، لا هم تر فشار لاندې او د پولیسو له لوري نیول کېږي او په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي.
پاکستان کې افغان کډوال محمد نظر په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وویل: « په پاکستان کې اوس افغان کډوالو ته ډيرې زیاتې ستونزې او مشکلات دي، له دې سره چې افغان کډوال (پياوآر) کارتونه هم لري، خو د پاکستان په مختلفو سيمو کې افغان کډوال بندیان کیږي.»
په همدې حال، د کډوالو حقونو یو شمېر فعالان د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان حکومت چلند د ټولو نړۍوالو قوانینو او نورمونو خلاف بولي.
د کډوالو حقونو فعال نظر نظري آفاق خبري آژانس سره په خبرو کې زیاته کړه: « پاکستان نه یوازې دوی شړلي بلکې د دوی ټول ملکیتونه یې هم لوټ کړي دي. له بلې خوا، د کډوالو ملی اداره د کډوالو او بېځایه شویو کسانو په برخه کې مهم او فعال رول لوبولی شي او باید د سرپرست حکومت سره په همغږۍ ځینې پروګرامونه لکه د سرپناه جوړولو په برخه کې همکاري وکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ رییس سره لیدنه کې د کډوالو ستونزو پر هواري سربېره؛ د افغانستان، پاکستان او ایران سره د درې اړخیزو ناستو، د کډوالۍ پر دایمي حللارو او راستنېدونکو ته د اسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې دي.