آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اتونبایوا سره د کډوالو وضعیت په اړه خبرې کړې دي. د ارګ په خبره، په دې لیدنه کې روزا اتونبایوا ویلي، چې له پراخ ملاتړ پرته، د راستنېدونکو کډوالو د بهیر دوام به، د هغوی ستونزو ته رسېدنه ستونزمنه کړي او زیاته کړې یې ده، چې پر جدي مالي ننګونو سربېره به، ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو، په ځانګړي ډول راستنېدونکو کډوالو سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دې لیدنې په اړه وایي: «په دې کتنه کې مېرمن روزا اوتانبایوا د راستنو شویو کډوالو موضوع په مدیریت کې د افغانستان اسلامي امارت د مسئولینو د فعالیتونو او کړنو د ستاینې ترڅنګ وویل، له ایران څخه د افغان مهاجرینو راستنېدل په اندېښنې وړ بڼه زیات شوی او له هغوی سره د همکارۍ او مرستې جدي اړتیا ده او د دې وضعیت له ادامې سره به د هغوی ستونزو ته رسېدنه سخته شي.»
په دې لیدنه کې، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مسوول هم حضور درلود، راسنېدونکو کډوالو سره یې د ۱۰ میلیونه ډالرو نغدي مرستې خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې ملګري ملتونه هڅه کوي په دې برخه کې لا زیاتې مرستې برابرې کړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال هم راسنېدونکو سره پر همکارۍ ټینګار کړی او له مسوولو بنسټونو یې غوښتي، څو په دې برخه کې لا زیات پام وکړي. حمدالله فطرت زیاتوي: «محترم عرفات جمال د ملګرو ملتونو سازمان له لوري افغان کډوالو ته د ۱۰میلیون ډالرو نغدې مرستې د ځانګړي کېدو یادونه وکړه او وې ویل، دا سازمان کوښښ کوي چې په دې برخه کې زیاتې پیسې ترلاسه کړي.»
په ورته وخت کېو متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت سفیر بدرالدین حقاني د خلیفه بن زاید آل نهیان مرستندویه بنسټ له مشر محمد حاجي الخوري سره لیدنه کې له ایران او پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو د ستونزو او اړتیاوو په اړه خبرې کړې دي. په دې ناسته کې ښاغلي حقاني راستانه شوو کډوالو سره د روغتیا او تغذیې په برخو کې د مرستو غوښتنه کړې او د یاد بنسټ د مشر له لوري ډاډ ورکړل شوی دی.
د کډوالو حقونو فعال محمد خان طالبي محمدزی بیا وایي، چې هر هېواد د کډوالو لپاره خپله پالیسي لري او د ملي حاکمیت پر بنسټ حق لري خپلې پولې کنټرول کړي. هغه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړه: «د کډوالو په اړه د هر هېواد کورنۍ سیاست د مشخصو قوانینو او موازینو تابع دی او په کار ده، چې د نړۍوالو اصولو په رڼا کې وڅېړل شي. د ملي حاکمیت اصل پر بنسټ، هر هېواد دا حق لري، چې خپلې پولې کنټرول او د بهرنیو وګړو لپاره د اوسېدو شرایط وټاکي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د هرات اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي ویلي وو، چې وروستیو ۲۲ ورځو کې له ایرانه څه باندې ۵۷۴ زره کسان هېواد ته راستانه شوي دي. ښاغلي متقي همداراز ویلي وو، چې یوازې په یوه ورځ کې ۲۱ زره ۳۷ کسان له ایرانه هېواد ته را ګرځېدلي دي.