له کوربه هېوادونو د مجاهد غوښتنه؛ افغانان په خپله خوښه را ګرځېدو ته وهڅوئ

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد آفاق خبري آژانس ته وایي، چې افغانان د جګړو له امله کډوال شوي وو او په خبره یې، اوس چې افغانستان کی امن راغلی، کوربه هېوادونه هم غواړي هغوی بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. ښاغلي مجاهد د کوربه هېوادونو اقتصادي ستونزو ته په اشارې سره، له هغوی غوښتي، چې افغان کډوال د منل شویو نړۍوالو اصولو پر بنسټ را وباسي او د تشویقي پروګرامونو په پام کې نیولو سره هغوی وهڅوي، څو خپل هېواد ته ستانه شي.

ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي: «په افغانستان کې امن دی او ټول هېوادونه دا درک کوي. دا خلک هم چې مهاجر شوي وو، د جګړې او نا امنیو له امله وو، ډېری علت یې همدا و. اوس چې هغه علتونه له منځه تللي دي، طبعاً چې هېوادونه غواړي، دغه مهاجرین بېرته افغانستانه راستانه شي، خو زموږ غوښتنه دا ده، چې مهاجرین باید د نړۍوالو منل شویو اصولو په دننه کې ستانه شي، یعنې په خپله خوښه وي او بل دا چې تشویقي برنامې ورته جوړې شي او همکاري ورسره وشي او د فشار او زور له اعمال ډډه وشي.»

په ورته وخت کې، د هرات اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي وایي، چې تېرو ۲۲ ورځو کې څه باندې ۵۷۴ زره افغانان له ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي. ښاغلی متقي آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي، چې یوازې په تېره یوه ورځ کې ۲۱ زره او ۳۷ کسان هېواد ته راستانه شوي دي. د هرات اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاتوي: «د افغان کډوالو راستنېدو لړۍ دوام لري. تېرو ۲۲ ورځو کې ۵۷۴ زره او ۲۴۱ کسان له ایرانه هېواد ته راستانه شوي، چې یوازې تېره ورځ ۲۱ ېزره او ۳۷ کسان هېواد ته راستانه شوي.»

په داسې حال کې چې یو شمېر کوربه هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران، پاکستان او ترکیې پخوا د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده، خو وروستیو کې یو شمېر نورو هېوادونو، له هغې ډلې تاجکستان هم د ورته پرېکړې خبر ورکړی دی.

په همدې حال، د کډوالو پر حقونو د څار سازمان د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې قرغېزستان کې هم افغان کډوال د ایستلو له ګواښ او همداراز ناوړه حقوقي وضعیت سره مخامخ دي او د کډوالو په چارو کې یې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ او قرغېزستاني چارواکو غوښتي، چې د هغوی له جبري ایستلو ډډه او امنیت یې تضمین کړي.

د کډوالو پر حقونو د څار سازمان په راپور کې راغلي: «موږ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ او قرغېزستاني چارواکو غواړو، چې د افغان کډوالو له جبري ایستلو ډډه وکړي او د هغوی امنیت تضمین کړي. هغوی امنیت ته اړتیا لري، نه چوپتیا.»

اخوا د کډوالو حقونو یو شمېر فعالان وایي، چې نړۍواله ټولنه باید په دې بحراني وضعیت کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي. د کډوالو حقونو فعال جمعه خان پویا له آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «نړۍواله ټولنه او مرستندویه بنسټونه مسوولیت لري، چې په دې بحراني حالت کې د افغان کډوالو لاسنیوی وکړي او له هغوی سره هر ډول اړینه همکاري، په ځانګړي ډول د روغتیا، لېږد، ځای پر ځای کولو او زده‌کړو ته لاسرسي په برخو کې همکاري وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، کابل کې خپلو سیمو ته د راستنو شویو لېږد بهیر د لیدنې پر مهال ویلي وو، چې اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې راستنېدونکو ته په کور د ننه د ژوند غوره شرایط برابر کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد