آفاق خبري آژانس؛ کابل: له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ له چټکتیا سره هم مهاله، په کراچۍ کې د افغانستان جنرال قونسل د سند ایالت د پولیسو له عمومي قوماندان سره لیدنه او د افغان کډوالو د ستونزو په اړه یې خبرې وکړې. د دې خبرو چورلیز د پولیسو د شپنیو عملیاتو او خپلسرو نیونو مخنیوی، د کډوالو د با عزته لیږد او په سند ایالت کې افغان کډوالو ته د قانوني استوګنې د زمینې برابرول بلل شوي دي.
په کراچۍ کې د افغانستان اسلامي امارت جنرال قونسل عبدالجبار تخاري زیاته کړه چې په دې ناسته کې د کډوالو د تدریجي لیږد لپاره د مشخصې کړنلارې د جوړولو په اړه هم بحث وشو او د سند د پولیسو قوماندان په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه. ښاغلي تخاري دغه راز زیاته کړه چې د پاکستان د سند ایالت له زندانونو څخه ۴۷ زندانیان خوشې او هېواد ته ولیږل شول.
عبدالجبار تخاري د دې لیدنې د جزیاتو په اړه وایي: «په دې لیدنه کې مو د افغان کډوالو اندېښنو، په ځانګړي ډول د شپنیو عملیاتو پر مخنیوي، بېدلیله نیونو، په درناوي سره افغانستان ته د هغوی لېږد او په سېند ایالت کې د افغان کډوالو د قانوني استوګنې په اړه خبرې وکړې.»
په ورته مهال، په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال له اړوندو بنسټونو او اړوندو لورو ژر تر ژره د دوی ستونزو ته د رسیدنې غوښتنه کوي. په پاکستان کې افغان کډوال ملک مجاهد خان شینواری آفاق خبري آژانس سره خبرو کې، هلته د مېشتو افغانانو د وضعیت په اړه زیاتوي: «په سېند، پنجاب او بلوچستان ایالتونو کې افغان کډوال لا هم نیول کېږي او له ناوړه چلند سره مخامخ دي. موږ له پاکستان، افغانستان او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ غواړو، چې د درې اړخیزه ناستې په جوړولو سره، د افغان کډوالو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.»
بل لور ته، د نړیوالې پراختیا په چارو کې د کاناډا دولت وزیر اعلان وکړ چې هېواد یې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالي کمیشنرۍ دفتر ته دوه میلیونه ډالر ځانګړي کوي.
د کاناډا د نړۍوالې پراختيا وزير رنديب سرای د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې زیاته کړې: «د اساسي خدماتو د وړاندې کولو لپاره له دې مرستې څخه دوه میلیونه ډالر د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې او ۳۵۰ زره ډالر د ماشومانو د ژغورنې صندوق ته ورکول کیږي.»
بل لورته، د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالان ټینګار کوی چې اسلامي امارت او اړوند نړیوال بنسټونه باید له دیپلوماتیکو لارو څخه د پاکستان له دولت سره خبرې وکړي څو د افغان کډوالو ستونزې په اغیزناکه توګه حل شي.
د کډوالو د حقونو فعال جمعه خان پویا آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: د نړۍوالو ټولنې ټول غړي، په ځانګړي ډول مرستندویه بنسټونه، د بشري قوانینو او اصولو له مخې، حقوقي او اخلاقي مسوولیت لري، چې له افغان کډوالو سره هېڅراز مرستې ونه سپموي، هغه که په کوربه هېواد کې وي، یا هم افغانستان کې.»
د یادونې ده چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تیره ورځ ویلي وو چې په تیرو ۱۸ ورځو کې له پاکستان، ایران او ترکیې څخه څه باندې ۲۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.