له پاکستانه را ایستل شوي افغان کډوال د دغه هېواد د حکومت له ظالمانه چلند شکایت کوي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: یو شمېر افغان کډوال چې له پاکستانه را ایستل شوي، د دغه هېواد د حکومت له ظالمانه چلند شکایت کوي.

د دوی په خبره، پاکستان کې یې ۴۰ کاله ژوند کړی، خو اوس اړ دي خپلې شتمنۍ په نیمه بیه وپلوري، به داسې حال کې چې افغانستان کې هېڅ سرپناه نه لري.

له پاکستانه را ایستل شوي عجب‌ګل وویل: «د پاکستان حکومت پر موږ ظلم وکړ او موږ ته یې کم وخت راکړ. موږ اړ شوو، خپل ټول وسایل په ټیټه بیه وپلورو. ټوله شتمني چې په ۴۰ کلونو کې مو ترلاسه کړې وه، له منځه لاړه. زموږ کاروبار خراب شو او اوس نه د اوسېدو ځای لرو او نه هم مشخص راتلونکی.»

پاکستانی خبریال طاهر خان بیا په دې اړه آفاق خبري آژانس ته وویل: «دا بهیر پیل شوی او د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل سیمه کې یو کمپ جوړ شوی، چې له هغه ځایه یې ۳۰ کسان افغانستان ته ایستلي دي. همداراز په سړکونو او واټونو کې هر ځای چې افغان کډوال ویني، نیسې یې او د تورخم له لارې یې افغانستان ته لېږي.»

له دې سره هم‌مهاله، پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وایي، چې هلته یې پانګونه کړې او کاروبار لري، خو اوس د ایستلو له ګواښ سره مخ دي. دوی له اسلامي امارته غواړي، چې د دغه هېواد له چارواکو سره د خبرو اترو په موخه پاکستان ته پلاوی واستوي او د دوی د وضعیت لپاره حل‌لاره پیدا کړي.

پاکستان کې افغان کډوال ملک مجاهد خان شینواري په دې اړه آفاق ته زیاته کړه: «موږ له اسلامي امارته غواړو، چې د کډوالو موضوع په اړه په لوړه کچه له پاکستاني لوري سره خبرې وکړي. موږ د پاکستان له حکومته غواړو، چې له ستونزو سره د مخ افغان کډوالو سره مرسته وکړي او پرېږدي چې هغوی خپل کاروبار او ژوند ته دوام ورکړي.»

بل‌خوا، د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالان وایي، چې د پاکستان حکومت باید د نړۍوالو کنوانسیونونو پر بنسټ له افغان کډوالو سره چلند وکړي.

دوی ټینګار کوي، چې په کوربه هېوادونو کې باید د کډوالو حقونه او آزادۍ په پام کې ونیول شي او له هغوی سره د انساني اصولو او نړۍوالو قوانینو خلاف چلند ونشي.

د کډوالو حقونو فعال جمعه خان پویا آفاق خبري آژانس ته وویل: «تمه ده نړۍوال بنسټونه، لکه د کډوالو نړۍوال سازمان او د ګډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېسارۍ دفتر په بېړني ډول د پاکستان له حکومت سره د افغان کډوالو په اړه خبرې وکړي او د کډوالو اړوند نړۍوالو اصولو پر بنسټ، پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په پار ګام اوچت کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه خبرپاڼه کې د پاکستان له حکومته غوښتي وو، څو په اسلام آباد او راولپنډۍ کې د افغان کډوالو د نیولو بهیر ودروي او هغوی افغانستان ته ونه باسي.

دغو کارپوهانو ټینګار کړی، چې پاکستان باید د افغان کډوالو منلو په پار خپل مسوولیت ته دوام ورکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد