آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغان کډوالو پرمخ د لارو په خلاصون سره، یو شمېر کډوال چې تازه هېواد ته راستانه شوي، وایي چې پاکستان سره د لارو بند پاتې کېدو دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د دوی په خبره، سره له دې چې هېواد ته راستانه شوي، خو مالونه یې لا هم له فرضي کرښې ها خوا پاتې دي. دوی له اسلامي امارته غواړي، چې ستونزو ته یې رسېدنه او سرپناوې ورته جوړې کړي.
له پاکستانه راستون شوی نقیبالله آفاق خبري آژانس ته وایي: «په دې موده کې چې لارې بندې وې، موږ د فرضي کرښې هاخوا بند پاتې وو او له ډېرو ستونزو سره مخ وو. اوس موږ خپل هېواد ته راستانه شوو، خو زموږ مالونه لا هم په پاکستان کې بند پاتې دي. هغه موټرچلوونکی چې زموږ مالونه را لېږدوي وایي خپل اسناد راته ولیږئ څو وکولی شو افغانستان ته دننه شو.»
له پاکستانه د افغان کډوالو له راستنېدو سره هممهاله، تورخم کې د کډوالو کمپ مسوول د راستنېدونکو شمېر له زیاتوالي خبر ورکوي او زیاتوي، چې شته خیمې د راستنېدونکو اړتیاوې نشي پوره کولی.
د نوموړي په خبره، دا مهال شاوخوا ۱۳۰۰ خیمې شته، چې ډېری یې ښه کیفیت نه لري او په خبره یې، د نویو خیمو د درولو بهیر دوام لري او تمه ده له دوه تر درې زره نورې خیمې هم په دې کمپ کې ودرول شي.
تورخم کې د کډوالو کمپ مسوول زیاتوي: «دلته زړې خېمې ښه کیفیت نه لري، نو موږ د نویو خېمو د لګولو بهیر پیل کړی دی. اوس مهال شاوخوا ۱۳۰۰ خېمې شته چې کیفیت یې ښه نه دی او ورو ورو له منځه ځي. له مسوولینو مو غوښتنه کړې چې دوه تر درې زره نورې خېمې راولېږي او ښایي په راتلونکو څو ورځو کې را ولېږدول شي.»
په ورته وخت کې، د کډوالو حقونو فعالان د هېواد اقتصادي وضعیت ته په اشارې وایي، چې دا مهال ټول مرستندویه بنسټونه باید له راستنېدونکو کډوالو سره مرسته او د هغوی ملاتړ وکړي.
د کډوالو حقونو فعال محمد خان طالبي محمدزی آفاق خبري آژانس ته په دې اړه وایي: «د افغانستان اسلامي امارت او نړیوال بنسټونه باید د مرستندویو هېوادونو په همکارۍ، د بېرته راستانه شویو کډوالو د بیا میشتېدو اړوند د بنسټیزو جوړښتونو د بیارغونې، د سرپناه برابرولو، د کاري فرصتونو او اساسي خدماتو د وړاندې کولو لپاره ځانګړي پروګرامونه په پام کې ونیسي. د راستنو شویو کډوالو لپاره د لنډمهاله او دایمي استوګنځایونو جوړولو ته باید لومړیتوب ورکړل شي، څو په ټولنه کې د هغوی د تلپاتې ادغام زمینه برابره شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له وروستۍ سرحدي نښتو وروسته، پاکستاني حکومت د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې او هره ورځ زرګونه کسان په جبري توګه او خپله خوښه را وباسي.
