آفاق خبري آژانس؛ کابل: پاکستان کې مېشت افغان کډوال، دغه هېواد کې له کلونو ژوند وروسته، په جبري توګه افغانستان را ایستل کېږي؛ خو د دې بهیر پر وړاندې اندېښنې او نیوکې هم زیاتې شوې دي.
له پاکستانه را ایستل شوي افغان کډوال روح الله دغه هېواد کې د کډوالو روان وضعیت په اړه آفاق ته وویل: «موږ ډېر اندېښمن یو. نیمه کورنۍ مې پاکستان کې پاتې ده او پولیسو موږ ونیولو. دوی موږ ته وویل چې باید بېرته افغانستان ته ستانه شو. موږ یې د شپې مهال ونیولو او را بهر یې کړو. یو ورور مې او د هغه مېرمن په پاکستان کې پاتې دي.»
بلخوا د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه خبرپاڼه کې د پاکستان له حکومته غوښتي، چې په اسلام آباد او راولپنډۍ کې د افغان کډوالو د نیولو او په جبري توګه افغانستان ته د هغوی له ایستلو ډډه وکړي.
دغو کارپوهانو ټینګار کړی، چې پاکستان باید د افغان کډوالو منلو په پار، د پخوا په ډول خپلو مسوولیتونو ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «موږ له پاکستانه غواړو، چې په بېړني ډول د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو عملیات ودروي، له کورونو ایستل، هغوی ته ګواښ کول او ورباندې فشار راوړلو ته باید د پای ټکی کېښودل شي او په جبري توګه د هغوی د نه ایستلو اصل په پام کې ونیول شي.»
په همدې حال، د کډوالو د حقونو فعال نظر نظري بیا په دې اړه آفاق خبري آژانس ته وویل: «نړۍوال سازمانونه، غیر دولتي سازمانونه او اروپایي چارواکي د دغه بحران د مدیریت په برخه کې مهم رول لري، دوی باید پاکستان مکلف کړي، چې انساني او نړۍوال حقونه په پام کې ونیسي، څو د کډوالو په اړه د هر ډول خپلسري اقدام او فشار مخه ونیول شي.»
که څه هم د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې دغه وزارت له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان غوښتي وو، څو د افغان کډوالو په اړه یو اړخیزه پرېکړه ونه کړي او د هغوی ته د راستنېدو لپاره کافي وخت ورکړي.
له دې سره هممهاله، د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر په یوه خبري ناسته کې د افغان کډوالو ایستل ناسم بللي او ټینګار یې کړی، چې هېڅوک به په زور ونه ایستل شي او په داوطلبانه ډول به هغوی ته د ستنېدو په برخه کې اړینې اساتیاوې برابرې شي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنداپور زیاته کړې: «که څوک په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي، موږ به اړینې اسانتیاوې ورته برابرې کړو؛ خو هېڅوک به په زور ونه ایستل شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د افغان کډوالو ایستلو په تړاو د پاکستان د ټاکلي ضربالاجل له پایته رسېدو وروسته، دغه هېواد کې د افغان کډوالو نیول زیات شوي او ځینو پاکستاني رسنیو هم راپور ورکړی، چې پولیسو په کراچۍ ښار کې د (اېسيسي) کارت لرونکي څه د پاسه ۱۶ زره افغان کډوال نیولي دي.