له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو دویم پړاو؛ ولې د کډوالو انساني حقونو ته درناوی نه کېږي؟

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، نن (پنجشنبه، وري ۱۴مه) له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیلېږي.

پاکستانۍ “ډان” ورځپاڼې د دغه هېواد د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې رسمي ضرب الاجل د مارچ تر ۳۱مې و، خو د ایالتي حکومت له خوا د کوچني اختر په مناسبت د اپرېل تر دویمې نېټې وغځول شو.

له دې سره هم‌مهاله او د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د اندېښنو په زیاتېدو سره، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي، د بې اسناده کډوالو د ایستلو په تړاو پرون چهارشنبه (وري ۱۳مه) لومړي وزیر شهباز شریف ته راپور ورکړی دی.

د “ایکسپریس ټریبیون” ورځپاڼې د راپور له مخې، دا ناسته د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د ضرب‌الاجل له پوره کېدو وروسته د کورنیو چارو وزارت پر اجراییوي اقداماتو متمرکزه وه.

تر دې وړاندې “اسوشیېټډ پرېس” خبري آژانس د پاکستان حکومت د اسنادو پر بنسټ راپور ورکړی و، چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د اپرېل میاشتې تر لسمې نېټې ځنډول شوی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، چې د پخواني ضرب الاجل تر ختمېدو پورې څه د پاسه ۸۸۶ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

بل‌خوا کراچۍ کې د اسلامي امارت سرکونسل عبدالجبار تخاري، پرون (چهارشنه، وري ۱۳مه) د سېند ایالت د پولیسو له عمومي مشر غلام نبي میمن سره لیدنه کې د افغان کډوالو د ستونزو په تړاو خبرې کړې دي.

په کراچۍ کې د امارت اسلامي قونسلګرۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان پولیس په بېلابېلو پلمو، اسناد لرونکي افغان کډوال زوروي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ښاغلي تخاري د سېند ایالت د پولیسو له مشر غوښتي، څو افغان کډوال ونه زوروي.

د سیند ایالت د پولیسو مشر د اسلامي امارت سرکونسل ته ډاډ ورکړی، چې په دې برخه کې به هر اړخیزه همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د پاکستان امنیتي ځواکونو د کوچني اختر په ورځو کې هم په ځینو ښارونو کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت د مارچ ۳۱مه نېټه د هغو افغان کډوالو لپاره وروستی ضرب‌الاجل ټاکلی و، چې قانوني اسناد نه لري.

اوس پوښتنه دا ده، چې ولې د پاکستان حکومت د کډوالو انساني حقونو ته درناوی نه کوي؟

د کډوالو چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د پاکستان حکومت له لوري د قانوني اسناد لرونکو افغان کډوالو زورونه او په جبري توګه د هغوی ایستل، ښایي پر سرپرست حکومت د فشار راوړلو په مانا وي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي ترینګلتیاوې هم د دې ناوړه چلند یو لامل ګڼل کېږي؛ پاکستاني چارواکي تل ادعا کوي، چې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي، خو تر اوسه یې په دې تړاو هیڅ سند نه دی وړاندې کړی.

بل‌خوا د اقتصادي چارو شنونکي په دې اند دي، چې پاکستان دا مهال له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی؛ د کلدارو ارزښت لوېدلی او لوړ انفلاسیون رامنځته شوی او له همدې امله د یاد هېواد چارواکي افغان کډوال هم د خپلو محدودو سرچینو لپاره یو بار او د اقتصادي ستونزو مسوول یې ګني، خو شواهد په ډاګه کوي، چې افغان کډوالو د پاکستان په جوړونه، امنیت او پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد