له ایرانه د افغان کډوالو بهیر چټکتیا او د اسلامي امارت چمتووالی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: وروستیو ورځو کې د افغان کډوالو ایستلو بهیر چټک شوی او هره ورځ زرګونه کسان له ایرانه هېواد ته را ایستل کېږي. د هرات اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي آفاق خبري آژانس ته وایي، چې د ایران حکومت نن هم شاوخوا ۲۰ زره افغان کډوال را باسي. ښاغلی متقي زیاتوي، چې د راستېندونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو په پار اړین چمتووالی نیول شوی دی. احمدالله متقي په دې اړه زیاتوي: «نن هم ایراني لوري اعلان کړی، چې تر ۲۰ زرو کسان به ډیپورټ کوي او افغانستان ته به را ګرځي.»

بل‌خوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د افغان کډوالو ایستلو بهیر له چټکتیا خبرداری ورکړی او دا یې د افغانستان د ثبات لپاره ګواښ بللی دی. د دغه بنسټ د شمېرو له مخې، د روان زېږدیز کال د مارچ میاشتې له ۲۰مې تر دې دمه، څه د پاسه ۶۴۰ زره افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي، چې تر ۳۶۶ زرو زیات یې په جبري توګه را ایستل شوي دي.

دغه بنسټ همداراز په خپل راپور کې زیاته کړې، چې د روان کال د جون میاشتې په ۲۶مه نېټه شاوخوا ۳۶ زره او ۱۰۰ کسان افغانستان ته راستانه شوي، چې دا تر ټولو لوړ شمېر دی. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د راپور یوه برخه کې راغلي: «موږ په نامعلومو شرایطو کې له ایرانه په پراخه کچه د افغان کډوالو د ایستلو شاهدان یو او خبرداری ورکوو، چې د دې بهیر په پراخېدو سره، ښایي د افغانستان وضعیت لا بې‌ثباته شي. د روان کال د مارچ میاشتې له ۲۰مې راهیسې، هغه مهال چې ایران د افغان کډوالو لپاره ضرب الاجل وټاکه، تر دې دمه څه د پاسه ۶۴۰ زره کسان افغانستان ته راستانه شوي، چې له دې ډلې څه د پاسه ۳۶۶ زره یې په جبري توګه را ایستل شوي دي.»

اخوا د کډوالو حقونو فعال جمعه خان پویا بیا په دې اړه وایي: «له شک پرته، د ایران له لوري په پراخه کچه د افغان کډوالو را ایستل د ټولو نړۍوالو اصولو او ژمنو، په ځانګړي ډول د کډوالو کنوانسیون او ۱۹۶۷ کال پروتوکول ښکاره نقض دی او د دې بهیر دوام، له شک پرته افغانستان کې انساني بحران رامنځته کوي. موږ په جدي توګه د ایران له اسلامي جمهوریت غواړ، چې نړۍوالو ژمنو او اصولو ته ژمن پاتې شي.»

په همدې حال، د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او مل پلاوي یې د هرات په اسلام قلعه بندر کې د کډوالو وضعیت ارزونې په موخه ویلي، چې ایران کې یې د افغان کډوالو ستونزې جدي نیولې او د دوی د حقونو خوندیتوب لپاره ایراني چارواکو سره خبرې کوي. ښاغلي حنفي زیاته کړې: «هغه ستونزې چې زموږ هېوادوال یې په ایران کې لري، دا ټولې په پام کې نیسو. ان شاءالله د ایران اسلامي جمهوریت له مسوولینو سره به یې مطرح کړو، څو ایران کې د هېڅ افغان حق ضایعه نشي. که له چا سره ظلم کېږي، باید جبران شي او د دې مسایلو د حل لپاره ټوله هڅه کوو. هم د بهرنیو چارو وزارت له لوري او هم زه خپله هڅه کوو، چې له ایراني لوري سره د دې مشکلاتو په اړه خبرې وکړو او د حل په برخه کې یې همکاري وکړي.»

له دې سره هم‌مهاله، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې دغه وزارت د یوناما له استازي، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړۍوال سازمان له استازو سره لیدنه کې، کډوالو ته د بېړنیو مرستو پر رسولو او همداراز د هغوی پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

د کډوالو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې پر درې اړخیزه غونډه هم ټینګار شوی دی. همداراز د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ استازي، نږدې راتلونکي کې کابل ته د یوه لوړپوړي کمیسار د راتګ خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې، روان زېږدیز کال څه د پاسه ۱.۲ میلیونه کسان له ایران او پاکستانه په جبري توګه او یا هم خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد