عبدالمطلب حقاني: روان لمریز کال نږدې دوه میلیونه کډوال راستانه شوي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو په خپرولو سره ویلي، چې د روان لمریز کال له پیله تر دې دمه، ۳۶۷ زره او ۸۶۹ کورنۍ له پاکستان، ایران او ترکیې په جبري توګه او خپله خوښه هېواد ته راستنې شوې دي. د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي، چې په دې موده کې ۱۰ زره او ۷۳۰ بندیان هم د پاکستان له بندخونو آزاد شوي دي.

ښاغلی حقاني زیاتوي: «د روان کال له پیل د لېدنۍ تر ۱۸مې نېټې پورې، له ایران، پاکستان او ترکیې ټولټال ۳۶۷ زره او ۸۶۹ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي، چې د دغو کورنیو د افرادو شمېر ۱۸ لکه او ۴۸ زره او ۲۹۶ کسانو ته رسېږي. همدارنګه، په همدې موده کې ۱۰ زره او ۷۳۰ افغان بنديان هم د پاکستان له زندانونو آزاد شوي دي.»

له دې سره هم‌مهاله، د پاکستان کراچۍ کې د اسلامي امارت سرقونسل عبدالجبار تخاري، له دغه هېواده د افغان کډوالو ایستلو بهیر چټکتیا ته په اشارې وایي، چې دا مهال نږدې ۲۰ افغان کډوال د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي او زنداني دي. عبدالجبار تخاري په دې اړه زیاته کړې: «په پاکستان کې یو شمېر هغه بندیان چې په جنایي تورونو نیول شوي دي، شمېر یې له شلو کسانو زیات نه دی. د هغوی د ازادۍ هڅې روانې دي او هر څومره ژر چې امکان ولري، آزادېږي او خپل هېواد ته راستانه کېږي. همدارنګه، شاوخوا څلور زره او اووه سوه بندیان هم مخکې د سند ایالت له زندانونو آزاد شوي وو.»

په همدې حال، د چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې پاکستان وخت ناوخته له افغان کډوالو د افغانستان پر وړاندې د فشار او سیاسي وسیلې په توګه استفاده کړې ده. د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د کډوالو موضوع د فشار په توګه کارول ښه نه دي، خو هغوی یې کاروي. داسې ورځ به راشي چې په هغه هېواد کې به هېڅ کډوال پاتې نه وي. پاکستان په نیمه پېړۍ کې له افغان کډوالو د خپلو ګټو لپاره استفاده کړې.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ وروستیو ۱۸ ورځو کې څه باندې ۱۵ زره او ۹۸۹ کورنۍ له ایران، ترکیې او پاکستان هېواد ته راستنې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *