آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمیسیون په غونډه کې ویلي، چې د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ، په ځانګړي ډول له ایرانه په شدت سره دوام لري. د ښاغلي حنفي په خبره، هره ورځ څه باندې ۳۰ زره افغان کډوال د اسلام کلا او همداراز تر ۱۰ زره زیات د نیمروز ورېښمو پله له لارې هېواد ته را ستنېږي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په خبره، وروستۍ یوه میاشت کې نږدې نیم میلیون افغانان له ایرانه هېواد ته راستانه شوي او ټینګار یې کړی، چې د کډوالو لپاره د استوګنې، روغتیایي خدمتونو او د هغوی وضعیت ته رسېدنه د اسلامي امارت لومړیتوب دی او د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمیسیون دا بهیر په دوامداره توګه څاري.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفی په دې غونډه کې زیاته کړې: «په جبري توګه د کډوالو ایستل، په ځانګړي ډول د ایران اسلامي جمهوریت له لوري، په پراخه کچه دوام لري. یوازې د اسلام کلا له لارې هره ورځ تر ۳۰ زره زیات افغانان هېواد ته راستنېږي او د نیمروز ورېښمو پله له لارې هم هره ورځ څه باندې ۱۰ زره هېوادوال هېواد ته راستنېږي. وروستۍ میاشت کې شاوخوا نیم میلیون وګړي له ایرانه هېواد ته راستانه شوي او په ټوله کې وروستیو کلونو کې څه د پاسه دوه میلیونه کډوال له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو هېواد ته راستانه شوي.»
له دې سره هممهاله، د ایران ولسمشر لومړي مرستیال محمدرضا عارف له دغه هېواده د افغان کډوالو ایستلو په اړه د نیوکو زیاتېدو په غبرګون کې ویلي، چې ځینې بهرني عوامل غواړي، د دواړو ملتونو ترمنځ اختلافاتو ته لمن ووهي. هغه د دواړو هېوادونو له اوسېدونکو غوښتي، چې په مجازي نړۍ کې د مغرضو استخباراتي بنسټونو د هدفمندو او احساساتي تبلیغاتو ښکار نشي.
د ایران ولسمشر لومړی مرستیال همداراز په دې اړه ویلي: «یوه هېواد ته د یوه بل هېواد د وګړو ناقانونه ورتګ په ټوله نړۍ کې جرم دی. زموږ ملي قوانین هم له دې قاعدې مستثنی نه دي. د ملي حاکمیت نه په پام کې نیول او له پولو ناقانونه تګ راتګ، باید ساده ونه ګڼل شي. زموږ په هېواد کې د ستونزو یوه برخه همدغه ده. د افغانستان او ایران خلک وروڼه او ګاونډیان دي او نباید په ټولنیزو رسنیو کې د مغرضو اطلاعاتي آژانسونو د احساساتو او تبلیغاتو ښکار شي.»
د سیاسي چارو شنونکی سید عبادالله صادق آفاق خبري آژانس سره خبرو کې د کډوالو پر قانوني تګ راتګ ټینګار کوي او زیاتوي: «کډوال کولی شي له ایران افغانستان او یا هم له افغانستان ایران ته لاړ شي، خو د قانوني اسنادو په لرلو سره، لږ تر لږه د وېزې او پاسپورت په لرلو سره. زما په اند، اوسنۍ اندېښنې تر ډېره پر ځای هم دي، ځکه کله چې کډوال په ناقانونه توګه یوه هېواد ته ځي، ښایي د هغه هېواد لپاره امنیتي او اطلاعاتي اندېښنې را ولاړې کړي.»
په ورته وخت کې، د کډوالو حقونو یو شمېر فعالان، د هېواد په پولو کې د کډوالو وضعیت بحراني بولي او له نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې د هغوی لپاره د سرپناه جوړولو او مالي ملاتړ په برخه کې بېړني ګامونه اوچت کړي.
د کډوالو حقونو فعال نظر نظري آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «له بده مرغه چې په پولو کې د کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. اقلیمي بدلونونو ته په کتو، د ګرمۍ زیاتوالي هم د راستنېدونکو پر وضعیت ناوړه اغېز کړی دی. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او د کډوالو په برخه کې نور بنسټونه باید په دې برخه کې خپلې مالي مرستې زیاتې کړي.»
د کډوالو حقونو بل فعال جمعه خان پویا بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «په داسې حال کې چې هره ورځ د ماشومانو او ښځو په ګډون زرګونه کسان له بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران او پاکستان هېواد ته را ایستل کېږي، اسلامي امارت مکلف دی، چې دغو کسانو ته د کاري زمینې، روغتیایي خدمتونو ته لاسرسي او زدهکړو زمینه برابره کړي.»
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په یوه برخه کې همداراز ویلي، چې د کور او ښار جوړولو وزارت تر نظارت لاندې د بیا مېشتېدنې کمېټې تر اوسه د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې ۳۵ ښارګوټي طراحي او څه د پاسه ۱۴۰ زره جریبه ځمکه یې د راستنېدونکو لپاره ځانګړې کړې ده.