آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان کراچۍ کې د اسلامي امارت سرقونسل عبدالجبار تخاري، آفاق خبري آژانس ته وايي، چې د روان کال له پیل تر دې دمه، څه باندې ۵۷ زره او ۶۵۹ افغانان له سند ایالته یا ایستل شوي او یا هم په خپله خوښه له دغه هېواده تللي دي. د ښاغلي تخاري په وينا، په همدې موده کې ۱۹۴ تنه د دې ايالت له زندانونو آزاد او هېواد ته ستانه شوي او په خبره یې، ۵۰ نور لا هم بنديان دي چې د خلاصون هڅې یې روانې دي.
عبدالجبار تخاري آفاق سره خبرو کې زیاتوي: «د روان کال له پیل تر اوسه، ۵۷ زره او ۶۵۹ افغانان له سند ایالته ایستل شوي او یا هم یې هم په خپله خوښه پاکستان پرېښی دی. همدارنګه، د اسلامي امارت استازولۍ په هڅو ۱۹۴ تنه له زندانونو آزاد او هېواد ته ستانه شوي، په داسې حال کې چې ۵۰ نور لا هم په زندانونو کې دي او د هغوی د خلاصون هڅې روانې دي. د پاکستان حکومت افغانانو ته وخت ورکړی چې د اګست تر وروستۍ نېټې له دغه هېواده ووځي، خو دې کمې مودې ډېرې اندېښنې راولاړې کړې دي؛ ځکه افغانان په دې لنډه موده کې نه شي کولی خپلې ټولې شتمنۍ وپلوري او يا خپل حسابونه تصفیه کړي.»
په ورته وخت کې، پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال دغه هېواد کې د نیونو لړۍ له شدت خبر ورکوي او نیوکه لري، چې دوی ته د وتلو کم وخت ورکړل شوی او له پاکستاني چارواکو غواړي، چې په دې اړه بیا کتنه وکړي.
پاکستان کې مېشت افغان کډوال عتيق الله منصور آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «موږ له اسلامي امارت غواړو، چې ژر تر ژره په دې برخه کې اړین ګامونه اوچت کړي، څو دلته د مېشتو افغانانو د میلیاردونو شتمنۍ او پانګې د ضایعه کېدو مخه ونیول شي.»
پاکستان کې مېشت بل افغان کډوال فيضالله بیا په دې اړه زیاتوي: «کوم مهلت چې پاکستان زموږ لپاره ټاکلی ډېر کم دی. موږ دلته پانګه او کاروربار لرو او سلګونه زره افغانۍ مو په دې هېواد کې بندې دي. په دې لنډ وخت کې نه شو کولی خپلې ټولې معاملې له پاکستاني همکارانو سره را ټولې کړو؛ له همدې امله، د پاکستان له حکومته غواړو چې موږ ته زيات وخت راکړي.»
اخوا بیا د کډوالو حقونو یو شمېر فعالان په دې باور دي، چې په بېړه د افغان کډوالو را ایستل او یا له کوم دلیل پرته د هغوی نیول، نه یوازې د نړۍوالو اصولو خلاف دي، بلکې د هغوی اقتصادي او امنیتي حالت هم ننګولی شي.
د کډوالو حقونو فعال عليرضا کريمي د ګاونډیو هېوادونو د دا ډول پرېکړو په اړه آفاق سره خبرو کې وایي: «په دې وروستيو ورځو کې، ايران، پاکستان او تاجکستان په ناڅاپي توګه په پراخه کچه د افغان کډوالو را ایستلو لړۍ پیل کړې؛ هغه ګام چې په پاکستان کې د سلګونه افغان کډوالو د بېدلیله نیولو لامل هم شوی دی. دا لړۍ په راتلونکي کې جدي انساني بحرانونه، پراخه بېثباتي او د کډوالو د امنيت او معيشيت په برخه کې اساسي ستونزې رامنځته کولی شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د روانې ميلادي مياشتې پای د افغان کډوالو لپاره وروستی ضربالاجل ټاکلی؛ هغه پرېکړه چې کولی شي په افغانستان او سیمه کې د بېثباتۍ، اقتصادي فشار او انساني بحران نوې څپه خوره کړي.