رییس الوزراء: افغان کډوالو سره د پاکستان چلند د انساني او اسلامي اصولو خلاف عمل دی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت رییس الورزاء محمد حسن آخند په مشرۍ پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ناسم چلند او په جبري توګه د هغوی ایستلو په اړه، ځانګړې غونډه جوړه شوې ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، چې په دې ناسته کې له افغان کډوالو سره د پاکستان حکومت چلند د انساني او اسلامي ارزښتونو او همداراز د ګاونډیتوب اصولو خلاف عمل وبلل شو.

حمدالله فطرت په دې اړه زیاتوي: «په پاکستان کې د افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او د هغوی د جبري شړلو په اړه د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ یوه ځانګړې غونډه وشوه. د دې غونډې تنظیموونکو د افغان کډوالو سره د پاکستان چلند غیر اسلامي، انساني او د نړیوالو اصولو او د ګاونډیانو حقونه خلاف وباله.»

ښاغلي فطرت همداراز زیاته کړې، چې په دې ناسته کې له ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو سازمانونو وغوښتل شول، چې د انساني بحران مخنیوي او په عزت سره د افغان کډوالو راستنېدو په پار ګامونه اوچت کړي.

په همدې حال، پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال د اسلامي امارت له مسوولینو غواړي، چې له پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو له لارې د دوی د جبري ایستلو مخه ونیسي او فرصت ورکړي، چې خپله هېواد ته ستانه شي.

پاکستان کې افغان کډوال عمران په دې اړه آفاق خبري آژانس ته وویل: «موږ له افغان حکومت څخه غواړو چې راشي او له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي، ترڅو افغان کډوال دلته خپلې دندې او پورونه ترلاسه کړي او په افغانستان کې د ځان لپاره د کورونو لپاره زمینه برابره کړي.»

بل‌خوا د بښنې نړۍوال سازمان هم د پاکستان له حکومته غوښتي، څو په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ودروي او ټینګار یې کړی، چې د پاکستان حکومت دې د نړۍوالو قوانینو او بشري حقونو په رڼا کې اصلاحي ګامونه اوچت کړي.

د بښنې نړۍوال سازمان اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «موږ د پاکستان له دولته غواړو، چې ژر تر ژره د افغان کډوالو په ایستلو په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي او د نړۍوالو قوانینو او بشري حقونو پر بنسټ اصلاحي ګامونه اوچت کړي.»

د کډوالو د حقونو فعال نظر نظري بیا په دې اړه آفاق ته وویل: «د افغان کډوالو وضعیت د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو جدي پاملرنې ته اړتیا لري، کوم چې د افغان کډوالو په سکتور کې کلیدي رول او اجرایوي واک لري.»

د کډوالو د حقونو بل فعال محمد خان طالبي محمدزی بیا په دې اړه داسې نظر لري: « د افغانستان اوسنی وضعیت دا وړتیا او ظرفیت نلري، او افغانستان اوس مهال نشي کولی د ټولو هغو کډوالو لپاره کورونه چمتو کړي چې د اخراج له خطر سره مخ دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل کړی او د روان لمریز کال د وري میاشتې له ۱۳مې نېټې تر نن پورې یې سلګونه کورنۍ په جبري توګه را ایستلې او د پاکستاني حکومت دې پرېکړې پراخ کورني او بهرني غبرګونونه را پارولي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد