آفاق خبري آژانس؛ کابل: رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې ښایي له راتلونکې اونۍ د امنیتي دلایلو له امله امریکا ته د افغانستان او پاکستان د اوسېدونکو پر سفر بنډیز ولګول شي.
دا بنډیز پر لسګونه زره افغانانو چې امریکا ته یې د بیا مشتېدنې پروسه بشپړه شوې، هم اغېز کوي.
دغه خبري آژانس د درېیو سرچینو له خولې لیکلي، چې په دې بنډیز کې د (اس آی وي) یا ځانګړو وېزو لرونکي هم شامل دي.
د یاد آژانس د راپور پر بنسټ، د امریکا د کابینې غړو ته لارښوونه شوې، چې د مارچ تر ۱۲مې نېټې د هغو هېوادونو نوملړ چمتو کړي، چې امریکا ته یې د اوسېدونکو پر سفر په بشپړ او یا جزیي ډول بنډیز لګول کېږي.
رویټرز خبري آژانس په خپل راپور کې زیاته کړې، ښایي افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې وي، چې امریکا ته یې د اوسېدونکو پر سفر په بشپړ ډول بنډیز ولګول شي.
په راپور کې راغلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانانو د بیا مېشتېدنې مسوولیت پر غاړه لري او هڅه کوي، هغه کسان چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې یې ترلاسه او یا یې هم تاییدي ترلاسه کړې، په دې نوملړ کې شامل نه شي.
ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې هم د څو هېوادونو پر اوسېدونکو، چې ډېری شمېر یې اسلامي هېوادونه وو، د سفر بنډیز لګولو و، چې وروسته بیا د جوبایډن له لوري لغوه شو.
د ویلو ده، چې دا مهال شاوخوا دوه سوه زره افغانان د امریکا ځانګړو وېزو تاییدي ترلاسه کړې او دا مهال په افغانستان او پاکستان کې بند پاتې دي.