راپورونه: اروپایي ټولنې د ناقانونه افغانانو د بېرته ستنېدو په پار ا.ا سره اړیکې ټینګې کړې

اروپایي هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت چې له پخوا راهیسې له حقوقي او اقامتي ننګونو سره مخ و، اوس‌مهال دا موضوع لا پېچلې شوې ده. تازه یو شمېر اروپايي رسنیو راپور ورکړی، چې دغه ټولنه پر داسې طرحو کار کوي، څو له مخې یې، هغه افغان کډوال چې په اورپایي هېوادونو کې د استوګنې قانوني حق‌ نه‌لري، بېرته افغانستان ته ولېږدول شي.

د راپورونو پر بنسټ، بلجیمي چارواکو د دې بهیر د عملي کېدو امکان د ارزونې په پار، کابل سره تخنیکي اړیکې ټینګې کړې دي. په همدې تړاو، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې دا بهیر له جدي حقوقي او اخلاقي اندېښو سره مل دی.

د برېټانیا د ډېلي مېل ورځپاڼې د راپور په یوه برخه کې راغلي: «بروکسل د ناقانونه کډوالۍ له امله د غړو هېوادونو تر فشار لاندې دی او له همدې امله یې کابل کې د اسلامي امارت له چارواکو سره تماسونه نیولي دي، څو د کډوالو د بېرته ستنولو امکان وارزوي.»

د کډوالو حقونو فعال نظر نظری بیا په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «په اروپا کې د کډوالو د راتلونکې په اړه د اندېښنو څپه رامنځته شوې ده. دولتونه تر ډېره د کډوالۍ له امله پر خپلو ټولنیزو، اقتصادي او په ځانګړي ډول امنیتي جوړښتونو د فشار په اړه اندېښمن دي. له بلې خوا، واکمن ګوندونه او سیاسي جریانونه په اروپايي هېوادونو کې د کډوالو د ایستلو لپاره فشارونه زیات کړي دي.»

په همدې حال کې، یو شمېر نړۍوالو بنسټونو په یوه ګډ راپور کې، پاکستان کې د کډوالو وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې یوازې د روان کال په یوه میاشت کې شاوخوا ۷ زره افغانان په پاکستان کې نیول شوي دي. په راپور کې همداراز ویل شوي چې په دې موده کې تر ۷۷ زره ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

مطالب بیشتر:  له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو په اړه اندېښنې؛ د ملګرو ملتونو کارپوهان یې د درېدو غوښتنه کوي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ تر ۳۱ پورې، په پاکستان کې ټولټال ۷۰۱۵ افغانان نیول شوي دي. تر ټولو زیات په بلوچستان کې، چې شمېر یې ۳۷۱۳ تنو ته رسېږي، نیول شوي دي او ورپسې اسلام‌اباد دی چې هلته ۱۵۲۸ افغانان نیول شوي دي. په همدې موده کې ۷۷۳۰۴ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.»

د سیاسي چارو شنونکی سید عبادالله صادق په دې اړه زیاتوي: «ملګري ملتونه هم هغه همکارۍ چې باید له افغانستان او افغان کډوالو سره یې وکړي، تر اوسه نه دي عملي کړې او عملاً یې مسوولیت پرې ایښی دی. زما په اند، افغان کډوال په دې ساړه ژمي کې له خورا جدي ستونزو سره مخ دي او نړیواله ټولنه، په ځانګړي ډول ملګري ملتونه، باید په دې سختو شرایطو کې د افغانستان د خلکو او افغان کډوالو پر وړاندې خپل مسوولیت په جدي توګه ادا کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی آفاق خبري آژانس سره په دې اړه زیاتوي: «له بده مرغه هغه نړیوال بنسټونه چې د کډوالو د ملاتړ ژمنې کوي، د افغان کډوالو په اړه لازم اقدامات نه کوي او د هغوی د وضعیت په اړه بې‌پروایي کوي.»

د راپورونو له مخې، اروپايي ټولنې د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ، د افغانانو له‌خوا شاوخوا یو میلیون د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت کړي دي، چې یوازې نیمايي یې منل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *