آفاق خبري آژانس؛ کابل: په جبري توګه د افغان کډوالو ایستل او د دوی د سرګردانیو او اندېښنو دوام…
له پاکستانه را ایستل شوي یو شمېر کډوال وایي، چې له کلونو خوارۍ وروسته یې، هلته ژوند جوړ کړی و، خو اوس افغانستان کې نه کور لري او نه هم د اوسېدو لپاره مناسب ځای.
دوی پاکستان کې د خپلو کورنیو د پاتې غړو په اړه اندېښمن دي او له برخلیکه یې ناخبره دي.
له پاکستانه را ایستل شوی افغان کډوال نورنګ آفاق خبري آژانس ته وویل: «زموږ وضعیت همداسې دی، ها خوا پاکستان لار نه راکوي او دې خوا مو هم نه را پرېږدي. نه کور لرو او نه د ژوند لپاره ځای. بېسرپناه یو.»
له دې سره هممهاله، د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف پر خپله ایکس پاڼه د افغان کډوالو ایستلو له بهیره ملاتړ کړی او زیاته کړې یې ده، هغه کسان چې د پاکستان ارزښتونو ته درناوی نه کوي، باید خپل هېواد ته ستانه شي. هغه همداراز ویلي، چې له دې بهیر سره هر ډول مخالفت، له پاکستان سره د دښمنۍ په مانا ده.
د پاکستان دفاع وزیر پر ایکس پاڼه راغلي: «هر پاکستانی چې د دغو کډوالو له ایستلو سره مخالفت کوي، به حقیقت کې د پاکستان له دښمنانو سره دی، نه له پاکستان سره. هېچاته باید په دې اړه شک پیدا نشي.»
د کډوالو حقونو فعال عليرضا کریمي بیا په دې تړاو آفاق خبري آژانس ته وایي: «نړۍ د کډوالو پر وړاندې د پاکستان د ناقانونه کړنو پر وړاندې مسووله ده او باید د سیاسي فشار له لارې د افغان کډوالو د وهلو، زورولو، سپکاوي او په جبري توګه د هغوی د ایستلو مخه ونیسي. اسلامي امارت هم دنده لري، څو د فعالانه ډیپلوماسۍ له لارې د خپلو هېوادوالو د حقونو دفاع وکړي.»
په ورته وخت کې، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې، د دغه وزارت د سرپرست په مشرۍ له پاکستان د راستنېدونکو کډوالو لپاره د تیاري نیولو په پا د غونډې له جوړېدو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د راستنېدونکو ګډوالو مدیریت، هغوی ته د اسانتیاوو برابرولو او همداراز د ستونزو هواري په موخه تورخم ښارګوټي ته د یوه پلاوي استولو په اړه بحث شوی دی.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند د معلوماتو پر بنسټ، وروستیو دوو اونیو کې له پاکستانه ۹۷۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
عبدالمطلب حقاني په دې اړه زیاته کړه: «وروستیو دوو اونیو کې ۹۷۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې څلور زره ۷۵۹ تنو ته رسېږي له پاکستانه هېواد ته را ګرځېدلې دي. دغو کسانو سره خوراکي او غیر خوراکي مرستې شوې او خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې نن (دوشنبه) د پاکستان پارلمان د افغان کډوالو وضعیت او همداراز د هغوی د ایستلو پرېکړې په اړه ناسته کوي.