د کډوالو راستنېدو بهیر دوام؛ یوه اونۍ کې تر ۱۲۰ زیات کسان راستانه شوي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت آفاق خبري آژانس ته وایي، چې وروستۍ یوه اونۍ کې ۱۲۱ زره او۱۰۶ تنه له ایران، پاکستان او ترکیې هېواد ته راستانه شوي، چې له دې ډلې ۹۸ زره او ۱۵۷ له ایران او ۳ زره او ۶۲۵ له پاکستان را ستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني زیاتوي: «وروستۍ یوه اونۍ کې له پاکستان په مجموعي توګه ۱۲۱ زره او ۱۰۶ تنه هېواد ته را ګرځېدلي، چې له دې ډلې ۹۸ زره او ۱۵۷ یې له ایران او ۳ زره او ۶۲۵ تنه له پاکستان راستانه شوي دي.»

له دې سره هم‌مهاله، پاکستان کې یو ځل بیا د مېشتو افغان کډوالو د نیولو څپې زور اخیستی او پر افغان کډوالو فشارونه زیات شوي دي. پاکستان کې مېشت افغان کډوال وایي، چې د دغه هېواد له لوري د «پي‌او‌آر» کارتونو نه تمدید له اعلان وروسته، د یوې میاشتنۍ وېزې تمدید هم ځنډول شوی او دې چارې دوی له ګڼو ننګونو سره مخامخ کړي دي. د دوی په خبره، وروستیو کې د پاکستاني پولیسو له لوري په اسلام‌آباد او راولپنډۍ کې د افغان کډوالو نیولو لړۍ په شدت سره دوام لري.

پاکستان کې مېشت افغان کډوال عتیق‌الله منصور آفاق خبري آژانس سره خبرو کې هلته د ستونزو په اړه وایي: «وروسته له هغه چې د پاکستان حکومت د پي‌او‌آر کډوالۍ کارتونو د نه تمدید اعلان او همداراز د یوې میاشتنۍ ویزې تمدید بند کړی، افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. په اسلام‌آباد او راولپنډۍ کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو نیول او زورول په شدت سره دوام لري.»

پاکستان کې مېشت بل افغان کډوال نظر محمد بیا هلته د پولیسو چلند په اړه آفاق سره خبرو کې داسې وایي: «پاکستان کې هم افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. یو شمېر ناروغان چې تورخم له لارې پاکستان ته راغلي وو، د وېزو موده یې پای‌ته رسېدلې او اوس نشي کولی بېرته وېزې ترلاسه کړي. ستونزې زیاتې دي، ځینې تورخم کې ان تر دوه زرو ډالرو رشوت غوښتنه کوي. موږ د پاکستان له دولته غواړو، چې افغان کډوالو ته پام زیات کړي، ځکه دا مسئله په سیاست پورې اړه نه لري او یوازې د کډوالو د امنیت او آرامتیا پورې اړه لري.»

له دې سره هم‌مهاله، د کډوالو حقونو فعالان په دې باور دي، د دې ننګونو د هواري لپاره د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ سیمه‌ییزې همغږۍ او ګډو مېکانېزمونو ته اړتیا ده. د کډوالو حقونو فعال محمدخان طالبي محمدزی په دې اړه آفاق خبري آژانس سره وایي: «د دې ننګونو د هواري لپاره د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ سیمه‌ییزې همغږۍ او ګډو مېکانېزمونو ته اړتیا ده. همداراز د نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ باید د کډوالو راستنېدو بهیر داسې مدیریت شي، چې د هغوی امنیت او انساني کرامت په پام کې ونیول شي او په دې بهیر کې د افغانستان دولت رول په سمه توګه تعریف شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر کابل ته د سفر پر مهال د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره لیدنه کې، د راسنېدونکو وضعیت په اړه خبرې کړې وې. فیلیپو ګراندي زیاته کړې وه، چې ملګري ملتونه پر مخکنیو مرستو سربېره، هڅه کوي راستنېدونکو سره همکارۍ زیاتې کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد