د کابل او اسلا‌م‌آباد ترینګلتیاوې؛ پاکستان کې افغان کډوال له بوږنوونکي وضعیت سره مخ دي

د کابل او اسلام آباد ترمنځ د تاوتریخوالي په زیاتیدو سره، پاکستان کې افغان کډوال د بل هر وخت په پرتله له سختې وېرې او اندېښنې سره مخامخ دي. د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې مېشتې زرګونه کورنۍ، اوس‌مهال د نیول کېدو له وېرې سره مخ او ان تر دې چې په جوماتونو کې هم خوندي نه دي. افغان کډوال نیوکه کوي، چې د بشري حقونو بنسټونه د دوی د وضعیت پر وړاندې چوپ پاتې دي.

پاکستان مېشت افغان کډوال ظاهر بهاند په دې اړ آفاق سره خبرو کې وایي: «افغان کډوال حتا د روژې مبارکې میاشت کې هم امنیت نلري . هغوی په خپلو کورونو کې بند پاتې دي او د خوراکي توکو د اخیستلو لپاره اړ کېږي چې د شپې له تیارې ګټه واخلي. ځینې کډوال حتا په جوماتونو کې هم نیول کېږي. دا د افغان کډوالو پر وړاندې یوه ظالمانه کړنه ده.»

سره له دې چې د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه لا هم دوام لري، خو یو شمېر پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې پولیسو د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې سلګونه افغان کډوال نیولي دي. د راپورونو پر بنسټ، د ترینګلتیاوو له زیاتېدو وروسته، پاکستان کې د افغان کډوالو د نیول کېدو بهیر چټک شوی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور په یوه برخه کې راغلي: «یوې ځایي محکمې د یکشنبې په ورځ سلګونه افغانان له دې امله، چې د خیبرپښتونخوا ایالت کې په غیرقانوني توګه مېشت دي، د قضایي نیونې له مخې زندان ته استولې دي.»

د کډوالو حقونو فعال علي رضا کریمي په دې اړه آفاق سره خبرو کې وایي: «دغه وضعیت افغان کډوال په پاکستان کې له پراخو ننګونو سره مخ کړی دی؛ له هغې ډلې د کډوالو پر وړاندې امنیتي فضاء تنګه شوې، د استوګنې بهیرونه ستونزمن شوي، پر کډوالو د تګ راتګ محدودیتونه زیات او له سختو اقتصادي او ټولنیزو فشارونو سره مخامخ دي.»

مطالب بیشتر:  کابل اسلام آباد ته: له کډوالو سره ناوړه چلند مو اړیکې لا ترینګلې کوي

د چارو یو شمېر شنونکي بیا وایي، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د باور فضاء د بل هر وخت په پرتله پیکه شوې او په خبره یې، نور دې له پاکستان د دوستۍ، همکارۍ او ښه ګاونډیتوب تمه نه کېږي.

د سیاسي چارو شنونکی سید عبادالله صادق بیا په دې اړه زیاتوي: «نور باید له پاکستانه د دوستۍ، همکارۍ، ښه ګاونډيتوب او حتت اسلامي ورورګلوۍ تمه ونه کړو. هغوی هر ډول فشار چې کولی شي پر افغانستان او د افغانستان پر خلکو یې راوړي. موږ ولیدل چې څنګه د ډیورنډ فرضي کرښې مسئله د فشار د وسیلې په توګه وکارول شوه، اغزن سیم تېر شو او افغان کډوال یې په دردناک او پراخه توګه له خپل هېواده وشړل او په پای کې یې پر موږ بریدونه وکړل.»

دا په داسې حال کې ده، چې د رسمي شمېر له مخې، د اسلامي امارت د غچ‌اخیستونکو بریدونو له پیله تر دې دمه، تر سلو زیات پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د پاکستاني لوري ۲۵ پوځي اډې هم د اسلامي امارت له لوري نیول شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *