د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د نښتو دوام په اړه د کډوالو نړۍوال سازمان خبرداری

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي کرښې په اوږدو کې د پوځي نښتو زیاتوالي د ملکي وګړو او کډوالو لپاره جدي بشري ننګونې را پورته کړې او لسګونه زره کسان یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.
دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې افغانستان دا مهال د راستنېدونکو کډوالو له پراخ بحران سره مخامخ دی او په خبره یې، د هر ډول نښتو زیاتوالی کولی شي دا وضعیت لا پسې کړکېچن کړي.

د کډوالو نړۍوال سازمان د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «افغانستان اوس مهال په نړۍ کې د کډوالو د بېرته ستنېدو له تر ټولو لویو بحرانونو سره مخ دی؛ داسې چې په تېرو دوو کلونو کې تر پنځو میلیونو ډېر کډوال هېواد ته ستانه شوي او یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲.۶ میلیونه کسان افغانستان ته راستانه شوي دي. د نښتو هر ډول شدت او په ناڅاپي توګه د ستنېدونکو کډوالو د بهیر شدت کولی شي، په سیمه کې خدمات محدود او پر سرحدي زېربناوو فشار زیات کړي.»

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې په وروستیو نښتو کې ننګرهار کې د یاد سازمان اړوند یو ټرانزیټي مرکز زیانمن شوی او د تورخم او بهرامچې په دروازو کې سرحدي فعالیتونه په ټپه درېدلي دي. دغه سازمان زیاته کړې چې وروستیو ترینګلتیاوو د وروستۍ زلزلې له امله بېځایه شوې کورنۍ، یو ځل بیا د بېځایه کېدو له ګواښ سره مخ کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند اعلان کړی و چې د افغانستان په پنځو ختیځو او سوېل ختیځو ولایتونو کې نږدې لسګونه زره کسان بې‌ځایه شوي دي. نوموړي د نړۍوال بشردوستانه قانون پر رعایت د ټینګار ترڅنګ ویلي وو، چې روغتیايي مرکزونه باید د بریدونو هدف ونه ګرځي. هغه ټینګار کړی و، چې په اوسنیو شرایطو کې د ملګرو ملتونو رول د بشردوستانه وضعیت پر ارزونې او د نښتو له امله د رامنځته شوو بشري پایلو پر کمولو متمرکز دی.

مطالب بیشتر:  کډوالو چارو وزارت: تېرو ۱۸ ورځو کې نږدې ۲۵ زره کورنۍ راستنې شوې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *