آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان او افغانستان ترمنځ له وروستیو ترینګلتیاوو وروسته، د تورخم او چمن – سپین بولدک لارې له نږدې تېرو شلو ورځو راهیسې د هر ډول تګ راتګ پرمخ د پاکستان له لوري تړل شوې ده. دې ګام نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او ترانزیت درولي، بلکې زرګونه افغان کډوال په خورا سختو او غیرانساني شرایطو کې په پوله کې بند پاتې دي.
اسلامآباد کې د اسلامي امارت سفیر سردار احمد شکیب وایي، نږدې لس زره افغان کډوال د پولیسو لهخوا نیول شوي او د کډوالو کاروانونه، چې د پاکستان له بېلابېلو برخو یې حرکت کړی او نږدې ۴۰۰ لاریو ته رسېږي، د جمرود او تورخم ترمنځ بندې پاتې دي. د هغه په وینا، یوازې په تېرو درېیو ورځو کې درېیو ماشومانو او یوې ښځې د سختو شرایطو له امله ژوند بایللی.
پاکستان کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب په دې اړه زیاته کړې: «تر اوسه شاوخوا ۱۰ زره افغان کډوال نیول شوي او د ساتنې مرکزونو ته لېږدول شوي دي. زرګونه نور کسان هم، د نیول کېدو له وېرې، خپل سامانونه ټول کړي او په موټرو کې ناست دي، خو د دروازو د تړل کېدو له امله حرکت نشي کولی. د کډوالو کاروانونه، چې د پاکستان له بېلابېلو سیمو را روان شوي، د جمرود او تورخم ترمنځ د ۴۰۰ لویو لاریو په شاوخوا کې بند پاتې دي او په ډېر سخت حالت کې ژوند کوي. د هغوی په منځ کې ماشومان، ښځې، زاړه او ناروغان شته، چې د یخنۍ تر څنګ د سرپناه، پاکو اوبو، خوړو او درملو کمښت سره مخامخ دي. له بده مرغه، په تېرو درېیو یا څلورو ورځو کې درې ماشومان او یوه ښځه د همدې سختو حالاتو له امله مړه شوي دي.»
پاکستان کې د افغانستان سفیر زیاته کړې، چې په ځینو ښارونو لکه سیالکوټ، خوشاب او اټک کې، پولیس افغان کډوال له موټرو ښکته کوي او یوازې د پیسو په بدل کې د تګ اجازه ورکوي. په پاکستان کې د افغانستان سفارت خبرداری ورکړی چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، انساني ناورین به رامنځته شي: ښاغلي شکیب د خپلو خبرو په دوام ویلي: «کله چې کډوال په زور ایستل کېږي، خو ټولې لارې تړلې وي، نو هغوی اړ کېږي چې د سړکونو پر غاړو پاتې شي، چې دا چاره یو ستر بشري ناورین رامنځته کولی شي. په دې اړه اسلامآباد کې د افغانستان سفارت په رسمي توګه موضوع د پاکستان حکومت ته رسولي ده او یو ځل بیا غوښتنه کوي، چې د تورخم، بولدک، چمن، انګور اډې، غلام خان او نورو لارو په ګډون، ټولې لارې ژر تر ژره پرانستل شي، څو کډوال وکولای شي په منظم ډول او پوره درناوي سره خپل هېواد ته ستانه شي. که نه، نو د ایستلو بهیر باید تر هغو پورې د لنډې مودې لپاره ودرول شي، څو چې لارې نه وي پرانیستل شوې.»
په همدې حال، د کډوالو حقونو یو شمېر فعالان وایي چې د کډوالۍ له موضوع سیاسي استفاده کول د نړیوالو اصولو او پرنسیپونو خلاف دي او هېڅ هېواد باید له کډوالو د فشار د وسیلې په توګه کار وانخلي.
پاکستان کې د افغانستان سفارت همداراز د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او نورو نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې چې د کډوالو په مرکزونو امکانات زیات کړي او د بحران د پراخېدو مخه ونیسي. افغان سفارت خبرداری ورکړی، چې که لارې خلاصې نشي او انساني همکارۍ زیاتې نشي، دا بحران په یوه ستر ناورین بدل شي.
 
								