د پاکستان تازه پرېکړه؛ د افغان کډوالو لپاره پي‌او‌آر کارتونه نور نه تمدیدېږي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: په یوه تازه پرېکړه کې، د پاکستان دولت رسماً اعلان کړی، چې وروسته له دې به، دغه هېواد کې د لنډمهاله اوسېدنې (پي‌اوآر) کارت لرونکو افغانانو کارتونه تمدید نه کړي. د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي له رسنیو سره په غیر رسمي خبرو د دې پرېکړې پخلی کړی او ویلي یې دي، کوم افغانان چې له دې هېواده ایستل کېږي، د تل لپاره به د کډوالو په تور لیست کې شامل او دغه هېواد د بېرته ورتګ اجازه ونه لري.

محسن نقوي له رسنیو سره خبرو کې زیاته کړې: «هغه افغانان چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې مېشت دي، دوی ته د اوسېدو د تمدید اجازنه نه ورکول کېږي. دا تصمیم د کډوالو په اړه د تازه سیاستونو پلي کېدو او د ملي ګټو ساتلو په پار نیول شوی دی.»

په ورته وخت کې، د کډوالو حقونو فعالان بیا له ګاونډیو هېوادونو غواړي، چې د نړۍوالو کنواسیونونو پر بنسټ افغان کډوالو سره چلند وکړي، د کډوالو حقونو فعال جمعه خان پویا آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «د نړۍوالو نورمونو، له هغې ډلې د کډوالو حقونو اړوند کنوانسیونونه له مخې، په جبري توګه د کډوالو ایستل منع دي. په داسې شرایطو کې، نړۍوال بنسټونه، لکه د کډوالو نړۍوال سازمان (آی‌او‌ام) او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنري دنده لري، له کوربه هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان سره د خبرو اترو له لارې، په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو دوام مخه ونیسي.»

په همدې حال، پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وایي، چې دې پرېکړې د دوی ترمنځ وېره او اندېښنې زیاتې کړې او ژوند شرایط یې ورته سخت کړي دي. پاکستان کې مېشت افغان کډوال عتیق‌الله منصور  آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «دې وضعیت د افغان کډوالو ترمنځ وېره او اندېښنه زیاته کړې او ښایي راتلونکي کې دوی هم د ایستل شویو کډوالو په پرخلیک اخته شي. موږ د پاکستان او افغانستان له دولتونو او همداراز له نړۍوالې ټولنې غواړو، چې د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو، پر خپلو پرېکړو بیاکتنه وکړي او افغان کډوالو ته زیات وخت ورکړي.»

پاکستان کې بل افغان کډوال ملک مجاهد خان شینواری آفاق خبري آژانس سره خبرو هلته افغانانو سره د پاکستاني ځواکونو د چلند په اړه وایي: «افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخامخ دي، په آزاد ډول کاروبار نشي کولی او نه هم له یوه ښاره بل ښار ته سفر کولی شي. دې وضعیت د دوی ژوند له ننګونو او ناڅرګند برخلیک سره مخامخ کړی دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت آفاق خبري آژانس سره د شمېرو په شریکولو سره ویلي، چې د روانې چنګاښ میاشتې له لومړۍ تر ۲۶مې نېټې، ۲۰ زره او ۶۱۳ تنه له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد