د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د ټرمپ دولت دا مهال امریکا ته د ۴۳ هېوادونو د اوسېدونکو پر سفر محدودیتونه ارزوي، چې له ارزونې وروسته به د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو اوسېدونکو امریکا ته د سفر کولو اجازه ونه لري.
د یوې باخبره سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، نیویارک ټایمز لومړی راپور ورکړ، چې دا محدودیتونه به د ټرمپ د لومړۍ دورې په پرتله لا محدود وي. همداراز رویټرز هم راپور ورکړی، چې په دې اړه لا وروستی تصمیم نه دی نیول شوی، خو د لیدل شویو یادښتونو پر بنسټ، دا محدویتونه به د ۴۱ هېوادونو پر اوسېدونکو ولګول شي.
هغه لیست چې د امریکا د ډیپلوماټیکو او امنیتي ارګانونو له لوري چمتو شوی، دا محدودیتونه په درېیو کټګوریو وېشل شوي، چې په سره برخه کې د افغانستان په ګډون ۱۱ هېوادونه شامل دي. د دې هېوادونو اوسېدونکي به په بشپړ ډول امریکا ته له سفر کولو منع کړل شي.