آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، وروستۍ یوه میاشت کې له پاکستانه ۲۹۳ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان غوښتي، چې د افغان کډوالو په اړه یو طرفه پرېکړه ونه کړي او هغوی ته خپل هېواد ته د را ګرځېدو په پار کافي وخت ورکړي.
عبدالمطلب حقاني په دې اړه آفاق خبري آژانس ته زیاته کړه: «وروستۍ یوه میاشت کې کابو ۲۹۳ کورنۍ له پاکستانه هېواد ته راستنې شوې، چې د افرادو شمېر یې یو زر او ۵۰۰ تنو ته رسېږي. همداراز موږ راستانه شوي کسان ثبت او راجستر کوو او بیا یې خپلو اصلي سیمو ته رسوو.»
بلخوا، له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو په اړه د دغه هېواد د ضربالاجل په را نږدې کېدو سره، د افغان کډوالو اندېښنې زیاتې شوې دي. پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال د نامعلوم وضعیت او ناڅرګند راتلونکي په اړه اندېښمن دي. دوی وایي، پاکستاني حکومت یو اړخیزه پرېکړه کړې او ټینګار کوي، چې د کډوالو مسئله دې له سیاسي مسایلو سره نه تړل کېږي.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال نظر محمد آفاق خبري آژانس ته وویل: «موږ د پاکستان او افغانستان له حکومتونو غواړو، چې د کډوالو موضوع سیاسي نه کړي. کډوال نباید د سیاسي ابزار په توګه وکارول شي، بلکې هغوی ته د بشردوستانه لیدلوري په پام کې نیولو سره توجه وشي او حقونه یې خوندي شي.»
له دې سره همهاله، د کډوالو حقونو یو شمېر فعالانو خبرداری ورکړی، چې په جبري توګه له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل به، افغانستان کې بشري ناورین رامنځته کړي.
د کډوالو حقونو فعال علي رضا کریمي زیاته کړه: «که پاکستان د کارت لرونکو افغانانو په ګډون، ټول افغان کډوال را وباسي، یو لوی انساني ناورین به رامنځته شي. زرګونه کورنۍ به له سرپنا او د ژوند نورو امکاناتو له شتون پرته افغانستان ته راستنې شي، په داسې حال کې چې افغانستان خپله اقتصادي ستونزو او د سرچینو له کمښت سره مخ دی.»
تر دې وړاندې د پاکستان کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې د مارچ تر ۳۱مې نېټې دې کارت لرونکي افغان کډوال هم له پاکستانه ووځي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بښنې نړۍوال سازمان پرون په یوه خبرپاڼه کې د ناقانونه کډوالو ایستلو طرحې، چې افغان کډوال هم پکې شامل دي، د لغوه کېدو غوښتنه وکړه او دا یې له بشري حقونو او نړۍوالو نورمونو سرغړونه وبلله.