د راستنېدونکو کډوالو وضعیت؛ ایران یې په عزت سره د ستنېدو ژمنه کوي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، کابل کې خپلو سیمو ته د راستنېدونکو د لېږد بهیر د لیدنې پر مهال ویلي، چې اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې بېرته راستنېدونکو په کور د ننه د ژوند غوره شرایط برابر کړي. ښاغلي حنفي له راستنېدونکو سره د هېوادوالو همکاري ستایلي او په خبره یې، دا ډول همکارۍ د افغان ملت د ویاړ او یووالي څرګنده نښه ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د ښاغلي حنفي په حواله وایي: «محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مختلفو له هغې ډلې کډوالو ته د روغتيايي چارو، خوړو او اوبو برابرولو په برخو کې د ټاکل شويو پلاويو هڅې وستايلې او هغوی ته يې ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې راستنېدونکو هيوادوالو ته په کور دننه د ژوند غوره شرايط برابر کړي.»

په ورته وخت کې، پوهنې وزارت له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو کورنیو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینې له برابرولو خبر ورکړی دی او زیاته کړې یې ده، چې راستنېدونکي زده‌کوونکي کولی شي په ټولو دولتي ښوونځیو، دارالعلومو، مدرسو او خصوصي ښوونیزو مرکزونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د پوهنې وزارت ویاند ویلي، چې سږ کال د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې له ۲ زره او ۲۲۷ راستنو شویو ماشومانو د سویې تثبیث ازموینه اخیستل شوې، په داسې حال کې چې تېر کال دا ازموینه له شاوخوا ۲۰ زره زده‌کوونکو اخیستل شوې وه. د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه په دې اړه زیاته کړې: «سږ کال د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې له ۸۲۲۷ ماشومانو څخه د سویې ټاکلو ازموینه اخیستل شوې، حال دا چې تېر کال دا ازموینه له شاوخوا ۲۰ زره زده‌کوونکو اخیستل شوې وه.»

بل‌خوا، د ښځو په چارو کې د ایران ولسمشر مرستیاله زهرا بهروز آذر، په دوغارون مرز کې د افغان کډوالو وضعیت د لیدنې پر مهال ویلي، چې ټول مسوولین هڅه کوي، څو افغان کډوال په عزت او د بشري حقونو په پام کې نیولو خپل هېواد ته واستوي.

د ښځو په چارو کې د ایران ولسمشر مرستیاله زهرا بهروز آذر رسنیو سره خبرو کې زیاته کړې: «دا کسان زموږ مېلمانه وو چې کلونه یې دلته تېر کړل، خو له بده‌مرغه اوس د دوی حضور ناقانونه شوی او ښایي نور یې موږ د کوربه‌توب وس ونه لرو. له همدې امله اړ یو له دغو عزیزانو سره خدای‌پاماني وکړو. دا زموږ وروڼه او خویندې دي او موږ هڅه کوو، لکه څنګه مو چې کلونه د دوی کوربه‌توب وکړ، په دې وروستیو شېبو کې هم دوی په کرامت، عزت او درناوي سره زموږ له خاورې ووځي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو مرکز رییس نادریار احمدي ویلي وو، چې د روان هجري لمریز کال له پیله تر د چنګاښ میاشتې تر ۱۱مې نېټې پورې څه باندې ۷۷۲ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد