آفاق خبري آژانس؛ کابل: د روان ۲۰۲۵ زیږدیز کال د جنورۍ په ۲۰مه، د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو وروسته لسګونه اجراییوي فرمانونه لاسلیک کړل، چې په دې فرمانونو کې یو هم امریکا ته د ورتلونکو کډوالو په اړه و. که څه هم د ټرمپ دا فرمان تر ډېره د ناقانونه کډوالو د مخنیوي په پار صادر شوی و، خو ترڅنګ یې هغه شاوخوا ۱۶۰۰ افغانان هم له ناروښانه برخلیک سره مخ کړل، چې امریکا ته یې د تګ ټوله قانوني پروسه نهایي شوې وه.
سره له دې چې د ټرمپ د دې اجراییوي فرمان له مخې، امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو پروسه د درېیو میاشتو لپاره ځنډول شوې وه، خو د نږدې څلورو میاشتو په تېرېدو او له ګڼو ګنګوسو او اندېښنو وروسته، پرون (سهشنه، غویي ۳۰مه) د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په کانګرس ماڼۍ کې د امریکا – افغان متحدینو د لېږد په اړه د جرګې غړو ته وضاحت ورکړ او زیاته یې کړه، چې دا پروسه لغوه شوې نه ده او ټینګار یې وکړ چې پر شرایطو برابر کسان به متحده ایالتونو ته ولېږدول شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر امریکا ته د افغان پناهغوښتونکو د نه لېږد په اړه د ټرمپ بهرنۍ پالیسي داسې بیان کړه: «موږ څېړنې پیل کړې، څو روښانه کړو، چې کوم کسان باید متحده ایالتونو ته را ولېږدول شي او کوم کسان ونه لېږدول شي. د دې کسانو مخینه باید وڅېړل شي، ځکه د ځینو کسانو مخینو موږ اندېښمن کړي وو او دا مهال یې بیاکتنه کوو. له همدې امله د دوی د لېږد پروسه څه ناڅه پڅه شوې ده، ځګه د دوی بګروند باید په پوره غور سره وارزول شي.»
په ورته وخت کې، امریکایۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکایي چارواکو په حواله لیکلي، چې د امریکا دولت کانګرس ته یوه داسې طرحه وړاندې کړې، چې له مخې یې له جګړه ځپلو هېوادونو په دواطلبانه توګه د کډوالو لېږد لپاره بودجه ځانګړې کړي. دې ورځپاڼې زیاته کړې، داسې اسناد یې ترلاسه کړي، چې متحده ایالتونو تر ۲۵۰ میلیونه ډالرو بودجه یوازې د همدې برخې لپاره په پام کې نیولې ده. د راپور له مخې، په دې طرحه کې افغانستان، اوکراین، سوریه، فلسطین او سوډان شامل دي.
په همدې حال، د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد مېرمن «شرلي بېنارډ» په یوه مقاله کې، چې پرون (سهشنبه، غویي ۳۰مه) د نشنل انټرسټ ورځپاڼې له لوري خپره شوې ده، د امریکا کورني امنیت وزیرې «کریسټي ناوم» وروستی دریځ ننګولی دی. بېنارډ چې تېره میاشت کابل ته سفر کړی ویلي، چې ښځې په مارکېټونو کې د خپلو هټیو چارې پر مخ وړي، په رسټورانټونو کې په کار بوختې دي او ان تر دې چې د واټونو پر سر او کوڅو کې په لاسي ګاډیو کې مېوې پلوري. د زلمي خلیلزاد مېرمن زیاته کړې، دا چې ویل کېږي افغانستان کې ښځې فعاله نه دي، دا په حقیقت کې د افغانستان د ناسم تصویر وړاندې کول دي. د هغې په خبره، افغانستان کې بشپړ امنیت تامین دی او پخوانی ولسمشر حامد کرزی او عبدالله عبدالله یې د بېلګې په توګه وړاندې کړي دي. مېرمن بېنارډ همداراز زیاته کړې، چې اسلامي امارت نړۍوال مشروعیت غواړي او ټینګار یې کړی، چې که متحده ایالتونه له افغانانو سره همکاري کوي، نو لګېدلي بنډیزونه دې لرې کړي، څو د افغانستان اقتصادي ودې ته فرصت برابر شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو داسې مهال د افغانانو د لېږد په اړه خپله ژمنه تازه کوي، چې د تېرې اونۍ (دوشنبه، غویي ۲۲مه) د متحده ایالتونو کورني امنیت وزارت د افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب وضعیت یا Temporary Protected Status د پایته رسېدو پرېکړه وکړه، چې له مخې به یې، ۱۱ زره او ۷۰۰ افغانان چې دا مهال متحده ایالتونو کې مېشت دي، د ۶۰ ورځو په اوږدو کې له امریکا وایستل شي. د امریکا کورني امنیت وزارت اعتراف وکړ، چې دا مهال «افغانستان امن دی» او د هېچا سرته خطر نشته. د دوی دا اعتراف د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له هرکلي سره هم مخ شوی و.
له دې ورها خوا، دا مهال په بېلابېلو هېوادونو کې امریکا ته د تګ په تمه لسګونه زره افغانان خواره وارده دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د افغانانو د بیا مېشتېدنې د همغږۍ دفتر (کېیر) له تړل کېد وروسته، شاوخوا ۲۰۰ زره افغانان له ناڅرګند برخلیک سره مخ شوي دي. د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې له پنځلسمې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ میاشتې تر ۱۹مې نېټې شاوخوا ۱۱۸ زره افغانان متحده ایالتونو ته لېږدول شوي دي، خو د ټرمپ له لوري د کېیر دفتر په تړل کېدو سره شاوخوا ۲۰ ماشومان، چې د تخلیې پر مهال له خپلو کورنیو جلا شوي وو، لا هم قطر کې بند پاتې او له نا معلوم برخلیک سره مخامخ دي. همداراز د دې پروسې په ځنډېدو سره، ۳۰ زره افغانان چې دا مهال د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې اوسېږي او له پراخو ستونزو سره مخ دي، امریکا ته د تګ په تمه دي.
څرنګه چې د آفاق خبري آژانس په مخکنیو تحلیلونو کې مو هم ورته اشاره کړې وه، چې که د ټرمپ په مشرۍ جمهوري غوښتونکي د کډوالو منلو، په ځانګړې توګه هغه افغانان چې د افغانستان کې یې د امریکا پوځي ماموریت پر مهال له دوی سره مرسته کړې، متحده ایالتونو ته ونه لېږدوي، ډیموکراټان چې د سنا جرګې نږدې نیمایي برخه تشکیلوي، پر جمهوري غوښتونکو به فشار راوړي او هغوی به اړ باسي، څو د امریکا- افغان متحدین متحده ایالتونو ته ولېږدوي.
بله او مهمه مسئله دا ده، چې د امریکا دولت مجبور دی، د خپل نړۍوال حیثیت ساتلو په پار، خپل افغان متحدین چې له دوی سره یې له وړاندې ژمنې کړې او ان تر دې چې د دوی کیسیونه یې طی مراحل کړي، متحده ایالتونو ته ولېږدوي. د دې ترڅنګ هلته د افغان پناهغوښتونکو ملاتړي بنسټونه هم پر دولت فشار راوړي، څو پر خپلو ژمنو ودرېږي او دا کسان چې لا هم د افغانستان په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د امریکا د تګ په تمه دي، متحده ایالتونو ته انتقال کړي. دا چې په دې پروسه کې د ځینو کسانو له لوري درغلۍ شوې دي، ښایي د امریکا حکومت د افغان پناهغوښتونکو پروسه له سره وارزوي، او دا چې دا ارزونه به څومره وخت نیسي، لا روښانه نه ده.