د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د دریځ نرمښت؛ کډوال د لا اسانتیاوو غوښتنه کوي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال د دغه هېواد د وروستۍ پرېکړې په اړه د خوښۍ په څرګندولو سره، یاد هېواد کې د افغان کډوالو لپاره د لا زیاتو فرصتونو د برابرولو غوښتنه کړې ده. د دوی په خبره، لا هم د پاکستان په ځینو سیمو کې افغان کډوال له سختو ننګونو سره مخ دي او یاد هېواد له مسوولینو د دغو ننګونو د حل غوښتنه کوي.

پاکستان کې مېشت افغان کډوال نظر محمد آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «که د کډوالو دا ستره څپه افغانستان ته لاړه شي، د دوی لپاره د ژوند هېڅ زمینه نه ده برابره او افغان کډوال له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي، خو اوس هم پاکستان کې افغان کډوال که هغه قانوني دي او یا هم غیر قانوني، ستونزو سره مخ دي.»

تر دې وړاندې د پاکستان دولت د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په ګډون، د قانون له ټولو پلي کوونکو بنسټونو غوښتي وو، چې د «پي‌او‌آر» لرونکو افغانانو له نیولو ډډه وکړي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، دا پرېکړه د استوګنې لرونکو کارتونو د راستنېدو قانوني مودې له پای‌ته رسېدو وروسته نیول شوې ده.

په همدې حال، د کډوالو حقونو یو شمېر فعالان ټینګار کوي، چې پاکستان باید د ټولو نړۍوالو قوانینو په پام کې نیولو سره، د کډوالو حقوق خوندي کړي. د کډوالو حقونو فعال علي‌رضا کریمي آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوی: «د پاکستان دا اقدام د کډوالو وضعیت د اصولي مدیریت لپاره غوره ګام دی او کېدای شي سیمې په کچه د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ، کډوالو سره د چلند نمونه واوسي. له قانوني کډوالو ملاتړ، هم له ټولنیز ثبات سره مرسته کوي او هم د هېوادونو ترمنځ د همکاریو زمینه برابروي.»

نظر نظري هم، چې د کډوالو حقونو فعالیت په برخه کې کار کوي، په دې تړاو آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د پاکستان دولت باید له کډوالو سره د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ چلند ته ژمن واوسي. طبیعي ده، هغه کډوال چې پاکستان کې په قانوني توګه ژوند کوي، باید له لومړنیو او اساسي حقونو برخمن وي، له هغې ډلې د زده‌کړو، روغتیایي خدمتونو، کار، سوداګرۍ او نورو اسانتیاوو ته لاسرسی ولري او د انساني کرامت په رڼا کې ورسره چلند وشي.»

د کډوالو حقونو بل فعال محمد خان طالبی محمدزی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «ډېری کډوال له جدي ستونزو، په ځانګړي ډول د قانوني اسنادو نشتون، له لومړنیو حقونو محرومیت او د امنیت له نشتون سره مخامخ دي. له همدې امله، د کډوالو جبري ایستلو بهیر درېدل او یا هم سوکه کېدل د بشري او نړۍوالو قوانینو له مخې، یوه جدي اړتیا ده. همداراز کډوال باید په تدریجي ډول په خپله خوښه او د نړۍوالو سازمانونو تر څارنه لاندې هېواد ته راستانه شي، څو د رواني، اقتصادي او ټولنیزو ناخوالو مخه یې ونیول شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د جون ۳۰مه د افغان کډوالو لپاره وروستی ضرب الاجل ټاکلی و، خو د دغه هېواد د چارواکو په وروستۍ پرېکړه کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر تر راتلونکو شپږو میاشتو وځنډیده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد