آفاق خبري آژانس؛ کابل: پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، سره له دې چې د لنډمهاله استوګنې کارتونو (POR) د تمدید تمه لري، خو پاکستاني پولیسو د اګست له لومړۍ په دغه هېواد کې د دوی د نیولو لړۍ پیل کړې ده. د دوی په وینا، تر اوسه زرګونه افغان مهاجرین نیول شوي او لومړنیو مرکزونو ته لېږدول شوي او له هغه ځایه به په جبري توګه افغانستان ته وایستل شي.
دغه افغان کډوال د پاکستان له حکومته غواړي چې د دوی د استوګنې کارتونه تمدید کړي. پاکستان کې مېشت افغان عتیق الله منصور آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «له بدهمرغه چې داګسټ له لومړۍ نېټه پرته له کومې خبرتیا او اعلان، په ټولو ایالتونو کې په پراخه کچه نیونې پیل شوې. تر اوسه سلګونه نه، بلکې زرګونه افغان کډوال لومړنیو مرکزونو لېږدول شوي او له پایومتریک وروسته یې، افغانستان ته د ډیپورټ کېدو ګواښ شته.»
پاکستان کې مېشت بل افغان سید جمال شاه بیا په دې اړه زیاتوي: «د لنډمهاله کارتونو لرونکي باید پاکستان کې د پاتې کېدو اجازه ولري؛ ځکه د افغانستان اقتصادي وضعیت بحراني دی او ان هغه کډوال چې له ایرانه هم راستانه شوي، له ستونزو سره مخامخ دي. د افغانستان حکومت باید په دې اړه له پاکستاني لوري سره خبرې وکړي او بل پلو د پاکستان دولت هم باید له افغان کډوالو سره سم او انساني چلند وکړي.»
په همدې حال، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر، د ننګرهار له امنیه قوماندان او د استخباراتو له رییس سره په لیدنه کې د راستنېدونکو د وضعیت د ارزونې لپاره د دولتي ادارو پر همکارۍ ټینګار کړی دی. ښاغلي کبیر ډاډ څرګند کړی، چې په ټولو ولایتونو کې به راستنېدونکو ته د کورنیو او بهرنیو ادارو په مرسته اړینې مرستې ورسوي.
په ورته وخت کې، د کډوالو حقونو یو شمېر فعالان د پاکستان د حکومت دغه کار د بشري اصولو او د نړیوالو قوانینو خلاف بولي او له نړیوالو بنسټونو غواړي چې د دې پرېکړې پر وړاندې ودرېږي او دغه هېواد د کډوالو او پناه غوښتونکو د اساسي حقونو ساتنه وکړي.
د کډوالو حقونو فعال جمعه خان پویا آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «نړۍوال بنسټونه، په ځانګړي ډول د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او د کډوالو نړۍوال سازمان له حقوقي اړخه مکلف دي، چې له هرې ممکنه لارې په استفادې، د هغو کډوالو او پناهغوښتونکو د ایستلو مخه ونیسي، چې افغانستان ته د وتلو له ګواښ سره مخامخ دي.»
د کډوالو حقونو بل فعال عليرضا کریمي آفاق سره خبرو کې زیاتوي: «د افغانستان حکومت باید د کډوالو منلو مرکزونه جوړ او هغوی ته لومړنۍ مرستې برابرې کړي. همداراز د نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ د کډوالو ستونزو او ننګونو ته رسېدنه وکړي او په تولنه کې د هغوی د بیا ادغام زمینه برابره کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د کډوالو او بېرته راستېدونکو چارو وزارت مسوولینو د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پر مهال ویلي وو، چې په تېرو درې میاشتو کې شاوخوا ۱.۸ میلیونه افغان کډوال له ایران، او په روان کال کې ۱۸۴ زره ۴۵۹ تنه له پاکستان او ۵ زره ۱۳۴ تنه نور له ترکیې هېواد ته راستانه شوي دي.