د افغان کډوالو زیاتېدونکی کړاو؛ شل اروپایي هېوادونه یې د ایستلو په اړه غور کوي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: اروپایي ټولنې منلې، چې وروستیو میاشتو کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره د هغو افغانانو د بېرته ستنولو په اړه، چې اروپایي هېوادونو کې د مېشتېدو حق نه لري، تخینکي او اکتشافي اړیکې ټینګې کړې دي. دا ګام وروسته له هغه اوچت شوی، چې شلو اروپایي هېوادونو په یوه لیک کې له اروپایي کمیسیون وغوښتل، څو د افغانانو د بېرته ستنولو لپاره پر نورو لارو چارو غور وکړي او د دې ټولنې د غړو ترمنځ یې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د همغږۍ پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.

د اروپایي کمیسیون ویاند مارکوز لامرت په دې اړه زیاته کړې: «د اروپا کمیسیون او ډیپلوماټیک سرویس (EEAS) په دې اړه له غړو هېوادونو سره اړیکه کې دي. د روان کال په لومړیو کې په دې اړه له افغان چارواکو سره تخنیکي اړیکې نیول شوې، څو د هغو افغانانو لپاره د بېرته ستنولو لارې چارې ولټول شي، چې د مېشتېدو حق نه لري.»

په همدې حال، د کډوالو حقونو یو شمېر فعالان وایي، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره د اروپایي ټولنې اړیکو، انساني موازین او نړۍوال حقوق تر پوښتنې لاندې راوستلي دي. دوی خبرداری ورکړی، چې دا ګام کولی شي د کډوالو ترمنځ د نا امنۍ او بې‌باورۍ کچه لوړه کړي.

د کډوالو حقونو فعال علي رضا کریمي آفاق خبري آژانس سره د دې پرېکړې په اړه وایي: «د ځینو اروپايي هېوادونو او د افغانستان د اسلامي امارت ترمنځ د افغان کډوالو د بېرته لېږلو په اړه اړیکې نیول، د دغو هېوادونو له لوري د انساني اصولو او نړيوالو حقونو په پام کې نه نیولو په اړه جدي پوښتنې راولاړې کړي دي. دا ډول کړنې کولی شي د افغان کډوالو رواني فضا ګډوډه کړي او د کډوالو په منځ کې د ناامنۍ او بې‌باورۍ احساس زيات کړي.»

د کډوالو حقونو بل فعال نظر نظري بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «اروپايي ټولنې د بېلابېلو دلايلو له مخې پرېکړه کړې چې ناقانونه او بې اسنادو کډوال خپلو هېوادونو ته بېرته واستوي. د دې ټولنې غړي هېوادونه د کډوالو له مخ په زياتېدونکې څپې سره مخ دي او دې موضوع پر اقتصادي، ټولنيزو او عامه خدماتي سرچينو زیات فشار راوړی دی. هغه کسان چې بې له قانوني اسنادو اروپا ته داخل شوي، د استوګنې قانوني حق نه لري، او ځينې هېوادونه دا حالت د خپل نظم او امنيت لپاره يو ګواښ بولي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د روانې میاشتې په لومړیو کې آلمان له دغه هېواده د مجرمو افغان کډوالو د ایستلو په پار یو پلاوی کابل ته را ولیږه. د آلمان د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې له اسلامي امارت سره یې په دې تړاو خبرو اترو ښه پرمختګ درلود او زیاته کړې یې ده، چې برلین چمتو دی په دې برخه کې له نورو اروپایي هېوادونو سره همکاري وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *