د افغانانو بې‌وسي او د ګاونډیو ظلم؛ پاکستان کې د کډوالو نیول او زورول بیا زیات شوي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني آفاق خبري آژانس ته وایي، چې د روانې میاشتې له پیل تر دې دمه ۳۸ زره او ۵۳۵ کورنۍ له پاکستان، ایران او ترکیې هېواد ته راستنې شوې، چې د افرادو شمېر یې څه باندې ۱۷۲ زره تنو ته رسېږي.

ښاغلی حقاني زیاتوي، چې په دې موده کې ۱۰۳۱ تنه د پاکستان له بندخونو هم آزاد او هېواد ته راستانه شوي دي. عبدالمطلب حقاني آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوی: «د زمري میاشتې له لومړۍ تر دې دمه، ۳۸ زره او ۵۳۵ کورنۍ له ایران، پاکستان او ترکیې هېواد ته را ګرځېدلې، چې د افرادو شمېر یې ۱۷۲ زرو ته رسېږي.»

په ورته وخت کې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د روان کال د اپرېل میاشتې له لومړۍ د اګسټ تر ۲۱مې پورې څه د پاسه ۵۰ زره افغان کډوال په پاکستان کې نیول شوي دي.

د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي، چې روانه میاشت پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه شوې، چې یوازې د اګسټ میاشتې په ۲۱ ورځو کې ۴۸۰۰ افغان کډوال نیول شوي دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «د اګسټ میاشتې په تېرو ۲۱ ورځو کې ۴۸۰۰ کډوال په پاکستان کې نیول شوي، چې دا شمېره د جولای میاشتې په پرتله زیاتوالی ښیي.»

د کډوالو حقونو فعال محمد خان طالبي محمدزی آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «د افغانستان په اوسني دولت کې اړونده وزارتونه مسوولیت لري، څو د راستنېدونکو وضعیت ښه‌والي په موخه اړین ګامونه اوچت کړي، چې په هغه کې د کډوالو فزیکي امنیت، د روغتیایي، ښوونیزو او درملنې خدمتونه او همداراز د هغوی د ژوند کچې ملاتړ شامل دي.»

له دې سره سم، پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وایي، چې وروستیو کې د دغه هېواد د پولیسو له لوري په بېلابېلو پلمو زورول کېږي. دوی له پاکستاني او افغان چارواکو غواړي، څو د افغان کډوالو موضوع سیاسي نه کړي.

پاکستان کې مېشت افغان کډوال ملک مجاهد خان شینواری هلته د افغان کډوالو نیولو او زورولو په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «پاکستان کې د افغانانو نیولو زور اخیستی. د پاکستان له دولت غواړو، څو د کډوالو موضوع سیاسي نه کړي او افغان کډوال نه باید د پاکستاني پولیسو له لوري وزورول شي.»

د کډوالو حقونو یو شمېر فعالان وایي، چې اسلامي امارت او د کډوالو ملاتړي بنسټونه باید په جدي توګه هڅې وکړي، څو په کوربه هېوادونو کې د افغان کډوالو د زورولو مخه ونیول شي. د دوی په باور، د کډوالو کرامت او حقونو ساتنه، همغږو او ډیپلوماټیکو اقداماتو ته اړتیا لري.

د کډوالو حقونو فعال جمعه‌خان پویا په دې اړه زیاتوي: «هم اسلامي امارت او هم د ګاونډي هېوادونه اخلاقي او حقوقي مسوولیت لري، څو په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو اړوند بنسټونو سره همکاري وکړي. په دې همکاریو کې باید د هغوی ملاتړ، اړتیاوو ته رسېدنه، د نړۍوالو قوانینو او کنوانسیونونو پر بنسټ د هغوی د حقونو په پام کې نیول شامل دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو ستونزو ته درسېدنې عالي کمیسیون د شمېرو له مخې، د جمعې په ورځ له ایران او پاکستان څه باندې ۷۴۰۰ افغان کډوال راستانه شوي، چې له دې ډلې ۴ زره د اسلام کلا او ورېښمو له لارې او پاتې نور یې له پاکستان راستانه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *