تهران ته د کډوالو پر ورتګ بنډیز او له پاکستانه د بلې څپې خبرداری

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ایران کورنیو چارو وزیر سکندر مومني له خبریالانو سره خبرو کې ویلي، چې د دغه هېواد ولسمشر تهران ته د کډوالو پر ورتګ بشپړ بنډیز لګولی دی. ښاغلي مومني ټینګار کړی، چې تهران نور د نفوس منلو ظرفیت نه لري. د ایران کورنیو چارو وزیر زیاته کړې: «تهران ته د کډوالو ورتګ بندېدل همدا نن هم د ولسمشر امر و، تهران نور د زیات نفوس ځایېدو ظرفیت نه لري، حتا که موږ د برېښنا او ګاز ستونزې هم هوارې کړو، د اوبو ستونزه به پر ځای وي.»

د ایران کورنیو چارو وزیر همداراز زیاته کړې، چې دا مهال دغه هېواد کې شاوخوا ۶ میلیونه افغان کډوال حضور لري، چې ۲ میلیونه یې قانوني اسناد نه لري. د ښاغلي مومني په خبره، سږ کال نږدې یو میلیون کسان په خپله خوښه، خپل هېواد ته ستانه شوي دي. سکندر مومني د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ویلي: «شاوخوا ۶ میلیونه افغانان زموږ په هېواد کې دي، چې ۲ میلیونه یې ناقانونه دي. دا کسان باید خپل هېواد ته ستانه شي. سږ کال هم نږدې یو میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شول، چې تر ۷۰ سلنې زیات یې په خپله خوښه او پوره درناوي او عزت سره ستانه شول.»

بل‌خوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی، چې د روان کال له پیل د جولای میاشتې تر ۱۹مې نېټې څه باندې یونیم میلیون افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي، چې له دې ډلې ۱.۲ میلیونه یې له ایران او ۳۴۰ زره یې له پاکستانه راستانه شوي دي. د دې راپور پر بنسټ، وروستیو ورځو کې له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو شمېر کم شوی، چې دا کمښت د اسلامي امارت او ایراني لوري ترمنځ د مذاکراتو په نتیجه کې رامنځته شوی دی.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی، چې د «پي‌او‌آر» کارتونو د نه تمدید په اړه د پاکستان حکومت د وروستۍ پرېکړې له مخې، ښایي راتلونکو میاشتو کې له دغه هېواده د افغان کډوالو ایستلو لړۍ یو ځل بیا چټکه شي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د راپور په یوه برخه کې راغلي: «د روان ۲۰۲۵ کال د جولای میاشتې تر ۱۹مې نېټې، په مجموعي توګه یو میلیون او ۵۴۱ زره افغانان افغانستان ته راستانه شوي، چې له دې ډلې یو ۱،۲۰۱.۰۰۰ کسان له ایران او ۳۴۰ زره له پاکستان راستانه شوي دي.»

ورته مهال د کډوالو حقونو یو شمېر فعالان وایي، چې دا مهال افغان کډوالو په بېلابېلو هېوادونو کې له ګواښونو سره مخامخ دي او له نړۍوالو بنسټونو د هغوی د لاسنیوي غوښتنه کوي. د کډوالو حقونو فعال جمعه‌خان پویا آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه زیاتوي: «له بده‌مرغه افغان کډوال په بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران او پاکستان کې له د نیولو، زنداني کېدو او ایستلو له ګواښونو سره مخامخ دي. په دې توګه له ټولو نړۍوالو بنسټونو، له هغې جمله د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کېشنرۍ، د کډوالۍ نړۍوال سازمان، د بښنې نړۍوال سازمان، له ماشومانو د ملاتړ صندوق او نورو بنسټونو غواړو، چې په ټول توان سره د افغان کډوالو لاسنیوي ته را ودانګي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مدیرانو سره غونډه کې ویلي وو، چې له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا باید د تهران په بهرني سیاست کې لومړیتوب ولري او ټینګار یې کړی و، چې د دوه اړخیزو اړیکو د تازه فصل پرانیستو په موخه، چمتو دی افغانستان ته سفر وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد