تر ټاکلي ضرب‌الاجل وروسته له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو په تړاو د اندېښنو دوام

آفاق خبري آژانس؛ کابل: تر ټاکلي ضرب‌الاجل وروسته، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دوام…

پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وایي، چې خورا سختې او تر فشار لاندې شپې ورځې تېروي. دوی د پاکستاني پولیسو له لوري د نیولو، په جبري توګه ایستلو او بهرنیو بنسټونو له لوري پر نه ملاتړ نیوکه کوي او غوښتنه لري، چې په جبري توګه یې له ایستلو ډډه وشي.

پاکستان کې مېشت افغان کډوال محمد رضا سازش په دې اړه آفاق خبري آژانس ته وویل: «موږ له بشري سازمانونو او د ملګرو ملتونو له کمیسارۍ غواړو، چې لږ تر لږه د افغان کډوالو ایستلو مخنیوی وکړي. موږ باید افغانستان ته ونه لېږدول شو، ځکه موږ ویزه، پاسپورت او ټول قانوني اسناد لرو.»

په ورته وخت کې، بل افغان کډوال نصیر احمد وایي: «زموږ هیله له دولت دا ده، چې لږ تر لږه زموږ ویزه تمدید کړي او په دې برخه کې راسره مرسته وکړي، څو دا کسان د قانوني اسنادو او مناسبې همکارۍ په رڼا کې خپل هېواد ته ستانه شي.»

په همدې حال، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له پاکستاني لوري غواړي، چې له افغان کډوالو سره له زغم کار واخلي او هغوی په زور را ونه باسي.

ښاغلي مجاهد همداراز له هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو غوښتي، چې د کډوالو حقونو او هغوی ته د زیان رسولو مخنیوي په پار مداخله وکړي.

ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه زیاته کړه: «په دې موضوع کې باید هېوادونه او نړۍوال سازمانونه مداخله وکړي، څو د کډوالو وضعیت ښه شي. هیله لرو کډوالو ته زیان ونه رسېږي او د نړۍوالو قوانینو او کنوانسیونونو خلاف هغوی ته زیان ونه رسېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې اسوشیټېډپرس خبري آژانس راپور ورکړی و، چې د کوچني اختر په مناسبت له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو بهیر د لسو ورځو لپاره ځنډول شوی دی.

خو د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي توګه د افغان کډوالو ایستلو د ځڼد په تړاو څه نه دي ویلي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد