امریکایي رسنۍ: امریکا د ۱۸ شکمنو کسانو د اسنادو د څيړلو حال کې ده

آفاق خبري آژانس؛ کابل: په امریکا کې له ورستیو پېښو وروسته، د دغه هېواد رسنیو راپور ورکړی، چې امریکايي چارواکي د یو پټ نوملړ په اړه څیړنې کوي، چې په هغه کې له ترهګرۍ سره مشکوک یا تړلي شاوخوا ۱۸ زره کسان شامل دي؛ هغه لیست چې د افغان کډوالو له څو قضیو وروسته ور اوښتی دی.

نیویارک پوسټ په یو راپور کې وایي، له دریو افغان کډوالو چې ورستیو کې په جنجالي قضیو کې نیول شوي دي، یوازې یو کس په دې نوملړ کې ثبت دی او دا موضوع د دې څرګندونه کوي، چې دوه نور یې امریکا ته له داخلیدو وروسته په دې هېواد کې سخت دریځه شوي دي.

د نیویارک پوسټ د راپور یوه برخه کې راغلي:«یوازې یو له دریو افغان کډوالو څخه چې تازه په امریکا کې په جنجالي امنیتي قضیو کې نیول شوي، د دولت له خوا د ۱۸ زره مشکوکو ترهګرو په پټ لیست کې شامل وو، دا موضوع ښيي، چې نور دوه کسان ښایي د امریکا دننه سخت دریځه شوي وي.»

یو شمیر شنونکي امریکا کې د افغان کډوالو وضعیت ته په اشارې په دې باور دي، له هغو افغان کډوالو سره د امریکا چلند چې کلونه یې له دغه هېواد سره همکاري کړې په ځانګړې ډول له افغانستانه له وتلو وروسته عادلانه نه دي.

د دوی په وینا امریکا ددې پرځای چې د هغوی ستونزې حل او ملاتړ یې وکړي، زرګونه افغان کډوالو ته یې شرایط سخت کړي او د دوی پر وړاندې یې خپل اخلاقي مسوولیت نه دی ترسره کړی.

د سیاسي چارو شنونکی سید عبادلله صادق وایي:«د امریکا متحده ایالات له افغانانو، په ځانګړي توګه له هغو کسانو سره چې له دې هیواد سره یې همکاري کړې وه او د هغوی ترڅنګ یې ژوند کاوه ناعادلانه چلند وکړ ، د مناسب ځواب او اسانۍ پر ځای یې هغوی له بیلابیلو ستونزو او کړاوونو سره مخ کړل.»

د ویلو ده چې تر دې وړاندې، له ترهګرۍ سره د امریکا د مبارزې ملي مرکز په یوه ناسته کې قانون جوړونکو ته ویلي وو، چې تیرو څلورو کلونو کې ۱۸ زره پیژندل شوي یا په ترهګرۍ مشکوکو کسانو ته یې امریکا ته د داخلیدو اجازه ورکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *