افغان کډوالو سره د پاکستان ناوړه چلند؛ سیاسي فشار که د غوښتنو تحمیل؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: پاکستان د روان لمریز کال د اپرېل میاشتې په لومړۍ نېټه، د ټولو انساني، اخلاقي او نړۍوالو اصولو او نورمونو خلاف د افغان کډوالو جبري ایستلو دویم پړاو پیل او تر دې دمه دوام لري. پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لامل دغه هېواد کې د نا امنیو زیاتوالی یاد کړی او تل یې ادعا کړې، چې د دغه هېواد په امنیتي پېښو کې افغان کډوال دخیل دي، په داسې حال کې چې پاکستان د دې ادعا د اثبات لپاره هېڅ راز سند نه دی وړاندې کړی. پاکستان افغان کډوال په دوو کټګوریو وېشلي دي؛ لومړی هغه کسان دي، چې په دغه هېواد کې د کارګر په توګه ژوند کوي، دویمه کټګوري هغه کسان دي، چې دغه هېواد کې یې په لویه او ټیټه کچه پانګونه کړې، چې هغوی په هېڅ صورت نه راباسي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کې ویلي، چې یوازې په اپرېل میاشت کې له پاکستان او ایران ۲۵۱ زره کسان افغانستان ته راستانه شوي، چې له دې ډلې ۹۶ زره یې په جبري توګه را ایستل شوي دي. په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د اوچا رییس ټام فلیچر کندهار ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له والي ملا شیرین آخند سره لیدنه کې ویلي، چې د کډوالو په راستنېدو سره، د خلکو اړتیاوې زیاتې شوې او دوی کافي بودجه په واک کې نه لري. د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک په دې اړه زیاته کړې: «د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ کې زموږ دوستانو هم خبرداری ورکړی، چې افغانستان کې انساني بحران د رامنځته کېدو به حال کې دی. لسګونه زره افغانان په جبري توګه له ګاونډیو هېوادونه را ایستل شوي دي.»

یو شمېر افغان کډوال چې په جبري توګه له پاکستانه را ایستل شوي، وایي چې پاکستاني حکومت نه یوازې د دوی انساني کرامت تر پښو لاندې کړی، بلکې دوی یې له خپلو کورنیو هم بېل کړي دي. دا کډوال وایي، چې پاکستاني ځواکونو دوی په داسې حال کې را ایستلي، چې د کورنیو نیمایي غړي یې په پاکستان کې پاتې دي. عبدالرووف چې تازه له پاکستانه را ایستل شوی، د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له ناسم چلند سر ټکوي. هغه له آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړه: «پاکستان کې افغان کډوالو سره داسې چلند کېده، چې که یو چا د شپې دوه بجې پولیسو ته دروازه نه خلاصوله، نو دروازه به یې ور ماتوله، ډوډۍ او هرڅه به یې ترې اخیستل او حوزې ته به یې وړل. واړه واړه ماشومان به یې هم نیول او یو ماشوم یې له موږ سره را وایستلو، اوس هېڅ نه پوهېږي چې د کوم ځای او کوم ولایت دی. پاکستان پر افغان کډوالو سخت ظلم کوي.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر بیا، افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي له استازې سره لیدنه کې، ویلي چې دا مهال په ټول هېواد کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره ۵۸ ښارګوټي په پام کې نیول شوي او له ملګرو ملتونو یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده. د کډوالو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې روزا اوتنبایوا د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې په پار د هلو ځلو ډاډ څرګند کړی او زیاته کړې یې ده، چې دا سازمان به د راستنېدونکو لپاره لا زیاتې مرستې را جلب کړي.

د کډوالو حقونو فعالان بیا په دې باور دي، چې یوناما د کډوالو ملاتړ او هغوی ته د مرستو رسولو په برخه کې مهم رول لري. د کډوالو حقونو فعال نظر نظري په دې اړه له آفاق خبري آژآنس سره خبرو کې زیاته کړه: «یوناما له کډوالو سره مرستو رسولو کې مهم او اغېزمن رول لري او اوس هم دا تمه کېږي، چې دا بنسټ لومړی له راستنېدونکو سره مرستې وکړي او له سرپرست حکومت سره په همغږۍ د هغوی لپاره سرپناه جوړه او د روغتیایي خدمتونو زمینه برابره کړي.»

دا چې وروستیو کې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ اړیکې څه ناڅه ترینګلې شوې او د فرضي کرښې په اوږدو کې د پوستو جوړولو پر سر وسله‌والې نښتې وشوې، نو پاکستان د دې لپاره چې پر اسلامي امارت فشار راوړي؛ لومړی یې د یوې میاشتې لپاره تورخم دروازه د سوداګرۍ او هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړله او ورپسې یې جوخت د افغان کډوالو ایستلو لړۍ پیل کړه. پاکستان د خپل تاسیس له پیله تر دې دمه، هېڅکله یو پیاوړی او پر ځای بسیا افغانستان نه دی غوښتی او نه هم په خپلو پښو ولاړ افغانستان غواړي. دوی هڅه کوي داسې افغانستان یې په څنګ کې وي، چې بهرنۍ پالیسې یې د دوی له چینلونو وټاکل شي او وکولی شي د انګرېز له لوري پر لر او بر ملت تپل شوې ډیورنډ فرضي کرښه په رسمیت وپېژني او له دې لارې خپلو هغو موخو ته ورسېږي، چې له تېرو پنځو لسیزو راهیسې یې په لټه کې دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد