افغان کډوالو ته د پاکستان خبرداری، که جرمني افغان کډوال ونه مني، له پاکستانه به وشړل شي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: له پاکستانه د افغان کډوالو د را ایستلو لړۍ له چټکتیا او لویدیځ هېوادونو ته یې له بهرنیو بنسټونو سره د همکارو افغانانو په لیږد کې له ټکنیتوب سره هم مهاله د پاکستان دفاع وزیر له یوې جرمنۍ رسنۍ سره په مرکه کې خبرداری ورکړ چې د جرمني له لوري دغو کسانو ته د پناه ورکړې ژمنې د نه منلو په صورت کې به پاکستان دوی افغانستان ته وګرځوي.

خواجه آصف جرمني ته وړاندیز کړی چې د یادې ستونزې د حل لپاره له اسلامي امارت سره خبرې اترې وکړې.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف وايي:« موږ د جرمني پر حکومت غږ کوو د هغو افغان کډوالو د وضعیت په اړه همکاري وکړي چې د بیا میشتیدنې ژمنه ورسره شوې ده. جرمني باید د دې ستونزې د حل لپاره له اسلامي امارت سره اړیکه ونیسي.»

د کډوالو د حقونو فعال علی رضا کریمي وايي:« دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱۹۰۰ افغانان جرمني ته د لېږد په تمه دي، خو په برلین کې د حکومت بدلون او د بیا کتنې اوږدې پروسې سره، دا قضیې ځنډول شوې دي. په ورته وخت کې، اروپا ته د لېږد د لغوه کولو په بدل کې د پیسو ترلاسه کولو وړاندیز یوازې ۶۵ کسانو منلی دی.»

په ورته مهال، د کډوالو د حقونو ځینې فعالان وایي، د هغو کډوالو پر وړاندې د پاکستان وروستۍ پریکړه چې جرمني ته د لیږد په تمه دي، د ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف ده. دوی ټینګار کوي چې د جرمني حکومت باید ژر تر ژره د دې کډوالو د لیږد پروسه ګړندۍ کړي او له کډوالو سره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د کډوالو د حقونو فعال محمدخان طالبي محمدزی وايي:« لومړیتوب باید دا وي چې دا خلک ژر تر ژره هغو هیوادونو ته انتقال شي چې دوی یې منلي دي او له اوسني ستونزمن حالت څخه یې وباسي.»

د کډوالو د حقونو فعال ګلا خان بهادري وايي:« پاکستان تل د افغان کډوالو لپاره ننګونې رامنځته کړې دي، د پاکستان دا عمل د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف دی او نړیواله ټولنه باید پدې برخه کې اقدام وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې جرمني د سه شنبې په ورځ د فدرالي بیا میشتیدنې پروګرام لاندې په یوه چارټر الوتکه کې ۱۹۲ افغانان یاد هیواد ته ولیږدول.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې په اسلام آباد کې ۶۲ افغانانو د خپلو قضیو د بیرته اخیستو بدل کې د پیسو وړاندیز منلی او له یو شمیر نورو سره خبرې روانې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *