پاکستان کې افغان کډوال؛ تر سختو فشارونو لاندې یو او په عزت سره هېواد ته ستنېدل غواړو

آفاق خبري آژانس؛ کابل: پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وایي، چې وروستیو ورځو کې د پاکستاني ځواکونو له لوري نیول کېږي او تر سختو فشارونو لاندې دي. دوی زیاتوي، چې ژوند یې ستونزمن شوی او له اسلامي امارته غواړي چې د دایمي بیا مېشتېدنې او همداراز په عزت سره یې هېواد ته د ستنېدو په برخه کې عملي او بېړني ګامونه اوچت کړي.

پاکستان کې مېشت افغان کډوال عتیق‌الله منصور آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د افغان کډوالو د نیونو او جبري ایستلو لړۍ لا هم روانه ده. تر پنجاب ایالت وروسته، اوس په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې هم په جوماتونو کې اعلانونه کېږي چې افغان کډوال ژر تر ژره د پاکستان خاوره پرېږدي.»

په ورته وخت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې څه باندې ۲.۷ میلیونه افغانان راستانه شوي، چې تر ۶۰ سلنې زیات یې په جبري توګه را ایستل شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د راپور په یوه برخه کې راغلي:  «په ۲۰۲۵ کال کې له پاکستان او ایران په ټولیزه توګه څه باندې ۲.۷ میلیونه افغانان راستانه شوي دي.»

د کډوالو حقونو فعال گلا خان بهادري بیا آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه وایي: «پاکستان او ایران کې زرګونه افغانان د ژوند له جدي ننګونو سره مخ دي. د افغانستان اوسنی حکومت او اړوند ادارې مسوولیت لري چې په هېواد کې د کار فرصتونه رامنځته کړي او د بېرته راګرځېدونکو لپاره د اوسېدنې دایمې سرپناوې جوړې کړي.»

په همدې حال د کډوالو حقونو یو شمېر فعالان د راستنېدونکو کډوالو څپې ته په اشارې سره ټینګار کوي چې اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونه باید د راستنېدونکو لپاره د دایمي سرپناه او کاري فرصتونو په برخه کې جدي پام وکړي.

د کډوالو حقونو بل فعال جمعه خان پویا بیا آفاق سره خبرو کې زیاتوي: «په لومړي قدم کې ټول نړیوال بنسټونه او همداراز اسلامي امارت له اخلاقي او حقوقي پلوه مکلف او مسوول دي چې ټولو افغان کډوالو ته، هغه که له هېواده د باندې دي او یا هم هېواد ته راستانه شوي، باید لازم او هر اړخیز ملاتړ یې وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدني عالي کمیسیون وایي، چې پرون (شنبه، وږي ۲۹مه) له پاکستان او ایران یو زره او ۲۰۳ کورنۍ، چې د افرادو شمېر یې ۷ زره او ۸۰۴ تنو ته رسېږي، راستانه شوي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *