آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګسټ میاشتې په ۱۵مه نېټه د پخواني جمهوري نظام نسکورېدو او واک ته د اسلامي امارت بیاځلي رسېدو سره، افغانستان کې د امریکا شل کن حضور پایته ورسېد او د همدغه کال د آګسټ میاشتې په ۳۱مه نېټه وروستی امریکایي سرتېری له افغانستانه ووت. امریکا چې له ۲۰۱۴ زېږدیز کال راهیسې د افغان متحدینو لپاره د ځانګړو ویزو ورکړې بهیر پیل کړی و، دا چاره د دوی تر ماتې وروسته لا چټکه او پر اسآیوي پروګرام سربېره یې، د هغو افغانانو لپاره، چې د شل کلن حضور پر مهال د دوی ترڅنګ پاتې شوي وو، امریکا ته د خوندي ایستلو څو نور پروګرامونه هم پیل کړل.
له افغانستان څخه د امریکایي متحدینو د تخلیې پروسه د دغه هېواد د پخواني ولسمشر جوبایډن واکمنۍ تر وروستۍ ورځې روانه وه، خو د ۲۰۲۴ په سپټمبر میاشت کې واک ته د ډونالډ ټرمپ په بیاځلي را ګرځېدو سره، هغه د ناقانونه کډوالو په اړه د یوه اجراییوي فرمان په صادرلو سره، له افغانستانه امریکا ته د تخلیې پروسه هم وځنډوله او ټینګار یې درلود چې د درېیو میاشتو په اوږدو کې به دا پروسه ارزوي او له هغې وروسته به یې په اړه تصمیم نیسي.
دا چې د ټرمپ د دې فرمان درې میاشتې هم پوره شوې، تازه د سپین ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د افغان کډوالو د پناه غوښتلو قضیو ته به په فردي توګه محکمه کې رسېدنه وشي. هغې ټینګار کړی، چې امریکا ته د جوبایډن واکمنۍ پر مهال راغلو افغانانو ته دایمي نه، بلکې لنډمهاله خوندیتوب ورکړل شوی او اوس د ټرمپ حکومت هڅه کوي د کډوال بهیر بېرته په قانوني توګه پیل کړي او په خبره یې، پناه غوښتونکي کولی شي له قانوني لارو خپلې قضیې وڅاري.
د سپینې ماڼۍ ویاندې په دې اړه زیاته کړې: «د افغانانو په ګډون هغه کسان چې د جوبایډن حکومت پر مهال امریکا ته راغلي، که هغوی غواړي چې د پناه غوښتنه وکړي، نو باید د ټاکل شوي قانوني بهیر سره سم مخته لاړ شي. د دوی پناه غوښتنې به د یوه قاضي له لوري په فردي ډول وڅېړل شي. موږ د کډوالو لپاره قانوني مراحل او دا پړاوونه د همداسې چارو د تنظیم لپاره جوړ شوي.»
امریکا ته د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته، تر سل زرو زیات افغانان لېږدول شوي دي، همداراز لسګونه زره نور لا هم په افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو کې بې برخلیکه پراته دي. دا چې امریکا به یاد کسان کله او د کومو شرایطو پر بنسټ امریکا ته ولېږدوي، هغه پوښتنه ده، چې لا تر اوسه ناځوابه پاتې ده.
د چارو شنونکي په دې باور دي، چې امریکا د خپل تاریخ په اوږدو کې تل د خپلو ګټو په لټه کې ده او هر کله یې چې ګټې له ګواښ سره مخ شوې، نو پر کړو ژمنو یې سترګې پټې کړې دي. واک ته د ډونالډ ټرمپ په رسېدو سره، د امریکا کورني او بهرني سیاست تر ډېره بریده اقتصادي بڼه غوره کړه او سملاسي یې د افغانانو په ګډون، دغه هېواد ته د ورتلونکو کډوالو بهیر وځنډاوه. ټرمپ دا ګام د دې لپاره نه دی اوچت کړی، چې ګواکې کډوال دې د امریکا امنیت دې له ګواښ سره مخ کړي، بلکې د دې لپاره یې اوچت کړی، چې د هرې کډوالې کورنۍ د لېږد او د هغه د بیا مېشتېدنې پر سر لسګونه زره ډالر لګښت راځي او دا ټول لګښت د امریکا د حکومت پر غاړه یو اضافي بار بولي.
د شنونکو په خبره، د ټرمپ اداره ښایي د افغانانو د لېږد پروسه د یوه تازه مېکانېزم پر بنسټ بېرته پیل کړي، خو د دې مېکانېزم له مخې به، امریکا ته د لېږد پروسه خورا ځنډنۍ او په تمه افغانان به کلونه نور هم انتظار وباسي. ښایي پر ټرمپ کانګرېس په ځانګړي ډول دیموکراتان هم فشار راوړي، څو د امریکا پاتې محتدو افغانانو د لېږد پروسه پیل کړي، که دا کار ونشي، نه یوازې چې امریکا به په کور د ننه خپل حیثیت له لاسه ورکړي، بلکې راتلونکي کې به په هېڅ جګړه او هېڅ ډګر کې، هېڅوک پر امریکا باور ونه کړي.
یو ټکی چې باید له پامه ونه غورځول شي، هغه دا چې ټرمپ اداره د ناقانونه کډوالو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی دی. هغه کسان چې د تېرو کلونو پر مهال په ناقانونه توګه امریکا ته تللي که هغه افغانان وي او یا هم غیر افغانان، ښایي له هېڅ ځنډ او خنډ پرته بېرته افغانستان ته ډیپورټ شي، خو هغه افغانان چې د امریکا د شل کلن حضور پر مهال د دوی په څنګ کې پاتې شوي او د قانوني پروسې له مخې متحده ایالتونو ته د ننه شوي، ښایي د هغوی د پناه غوښتنې لپاره یو لړ نوي قوانین وضع او یا یې هم د پناه غوښتنې بهیر ټکنی او مشروط شي، خو دا چې هغوی به بېرته له امریکا افغانستان ته را ایستل کېږي، تر ډېره منطقي نه ده؛ ځکه د دې ګام د مخنیوي لپاره به د متحده ایالتونو کانګرېس، ستره محکمه او نور بنسټونه قانوني ګام اوچت او د ټرمپ د دې پرېکړې د عملي کېدو مخه به ونیسي.