له جرمني د مجرمو افغان کډوالو د ایستلو هڅې؛ برلین په مستقیم ډول کابل سره خبرې کوي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د آلمان کورنیو چارو وزیر له یوې آلمانۍ «راینیشه پوسټ» ورځپاڼې سره خبرو کې ویلي، چې برلین غواړي د مجرمو افغان کډوالو د ایستلو په پار، له اسلامي امارت سره نېغ په نېغه خبرې وکړي. الکساندر دوبرینت ټینګار کړی، چې د دغو کډوالو د ایستلو لپاره باید منظم او همغږي ګامونه اوچت او په خبره یې، دا بهیر د کډوالو مدیریت په برخه کې د آلمان دولت د پلانونو یوه برخه ده.

د آلمان کورنیو چارو وزیر دې ورځپاڼې ته د وینا پر مهال زیاته کړې: «زما موخه دا ده چې راتلونکي کې افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ په منظم او رسمي ډول ترسره شي. دا مهال دا چاره یوازې د قطر هېواد په منځګړیتوب ممکنه ده، خو په راتلونکي کې غواړو له کومې واسطې پرته مخته لاړه شي. د دې لپاره باید موږ خپله د کابل له مسوولینو سره په مستقیم ډول خبرې اترې وکړو.»

پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج بیا کابل ته د دغه اروپایي هېواد د پلاوي سفر په اړه وایي: «معمولاً کله چې یو پلاوی له یوه هېواده بل هېواد ته سفر کوي، موخې یې مشخصې وي، خو د ناستو پاستو په جریان کې نور مسایل هم مطرح کېږي او تازه وړاندیزونه او هوکړې رامنځته کېږی. کوم پلاوی چې تمه ده له آلمان کابل ته راشي، ښایي د کډوالو او زندانیانو موضوعاتو باندې بحث وکړي، خو د دې سفر اهمیت باید تر دې موضوعاتو پورې محدود نه کړل شی؛ ځکه دا لومړنی اروپایي پلاوی دی، چې په رسمي توګه افغانستان ته ځي او تمه کېږي د دې سفر په لړ کې د سیاسي، اقتصادي او سوداګریو همکاریو او د نویو هوکړو زمینه هم برابره شي.»

په ورته وخت کې، آلمانۍ بیلد ورځپاڼې هم راپور ورکړی، چې تمه ده د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی په اکټوبر میاشت کې کابل ته سفر وکړي. د دې ورځپاڼې د لیکنې پر بنسټ، د دې سفر موخه له آلمان د مجرمو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په پار، د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې اترې دي.»

د نړۍوالو چارو شنونکی ولي فروزان بیا آفاق خبري آژانس سره خبرو کې، دا د ډيپلوماټیکو اړیکو په برخه کې مهم ګام بولي او زیاتوي: «وروستیو کلونو کې آلمان هڅه کړې زیات شمېر کډوال له خپلې خاورې را وباسي. دا هغه کسان دي، چې په ناقانونه توګه یاد هېواد ته تللي او یا یې هم په جرمونو لاس پورې کړی دی. د کډوالو ستونزه یوازې تر افغانانو پورې محدوده نه ده؛ د سوریې، ایران، ترکیې او عراق کډوال هم د دې ننګونو یوه برخه ده. په همدې دلیل، آلمان غوره ګڼي چې په منظمه او همغږې توګه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په پار، یو ډیپلوماټیک چینل ولري.»

په ورته وخت کې، د چارو یو شمېر نور شنونکي په دې باور دي، چې کابل ته د آلماني پلاوي سفر کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د کډوالو د مدیریت ترڅنګ؛ ډیپلوماټیکې اړیکې هم ټینګې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شېرزی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د مجرمو کډوالو موضوع د اروپایي هېوادونو، په ځانګړي ډول د آلمان لپاره په یوه جدي ستونزې بدله شوې ده. ځینې پخواني اقدامات، لکه افغانستان ته د مجرمو افغان کډوالو بېرته را ستنول، له سختو نیوکو سره مل وو. له همدې امله آلمان هڅه کوي د یوې تکتیکي او سنجول شوې تګلارې په غوراوي سره افغانستان سره اړیکې ټینګې کړي، څو له دې لارې هم کورنۍ نیوکې مدیریت کړي او هم په دې برخه کې د اغېزمنو همکاریو زمینه برابره کړي.»

تر دې وړاندې آلمان د روان لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۲۷مه نېټه، ۸۱ افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي وو. له دې سره هم‌مهاله د آلمان کورنیو چارو وزیر کابل سره د اړیکو پر ټینګښت ټینګار کړی و او دا ګام یې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د عملي کولو لپاره اساسي شرط بللی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *